دمحمدامين بسمل صېب په وياړ يوورځنی سمينار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50207
عبدالله جان ملت یار
دخبریدو نیټه : 2012-07-05

دکامران پښتومطبوعاتي مرکز او دجنوبي پښتونخوادليکوالوټولني ملګروپه ګــډه په جرمني کي دمېشت پښتوپال افغان اوپېاوړي ليکوال وشاعر  محمدامين بسمل صېب دهڅواو  ز يار،اوپه لر اوبرکي ليکوالو ته دورپيښو ستونزوپه اړوند د ږ غ اوچتولوپه وياړاوملا تړ، د ۲۰۱۲/۷/۱۱نېټـه    دراتلونکي  / چهارشنبې  په ورځ دکوټي په هنه وړک  سمسوره سيمه کي ديوې ورځنۍ غونــډي تابيا کړې ، چي دجنوبي پښتونخوا، دبېلا بېلوسيمودليکوالوترڅنګ  به دکراچي ،کندهار ، هلمــندفرهنګيان اوادب مينه وال  ګـډون پکي و کړي، يادسمينار به پــه مهالي وخت سهار ۹: بجې پيل شي ، چي لومړۍ برخه به یې ويناوواو  مقالوتــه ځانګړې وي، چي ترلمانځه او ډودۍخوړلو تروخته به دوام ولري ، په دويمه برخه کي بــه دراغليو درنوليکوالواوشعارانوله خوا يوه پر تمينه مشاعره ترسره شي .
 چي وروسته  به دبرېکړه ليکونه په اعلا نولوسره  پای تــه ورسيږي ،
که تاسوهم غواړی چي زموږ سره خپل نظريات ، پيغامونه اوشعرونه شريک

کړی ،   نوپه لاندي   ادرسونو يې راولېږ لای شی
a.millatyar@gmail.com
majd.arya@yahoo.com

ارېکه :
دفتر  0092 812001370
     0092 33333 1 53 54
0092 33333 2 40 64