د نباتي ناروغیو په اړوند عمومي معلومات

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50227
عبدالخالق ساپی
دخبریدو نیټه : 2012-07-07

I. فیتوپتالوژي ـــ د نباتي ناروغیو پوهه
II. د نباتی ناروغیو او د هغو د عاملینو(پاتوجنو) پېژندنه
III. د نباتاتو پر فیزیالوژیک حالت د فیتوپا توجن ا غېزه

I. فیتوپتالوژي ـــ د نباتي ناروغیو پوهه

Phyton په لاتین کې نبات ، ; Pathosناروغي او logosــ پوهې ته وايي

فیتوپتالوژي د نباتاتو ناروغي ، د هغو د پتوجنو (عاملینو) پېداېښت او د چاپېریال اغېزه دهغو پر وده تر څړنې لاندې نیسي . عمومي فیتوپتالوژي د نباتي ناروغیو د پېداېښت وجې ، د هغو د ودې ځنګړتیا او د نباتاتو د ساتنې مېتودونه څېړي .
 
ځانګړې (اختصاصي) فیتوپتالوژي ( کرهنیزه ، ځنګلي او داسی نور) د ټاکلو کلچرونو ناروغي ، د هر ې ناروغۍ پورې د تړلو پتوجنو د ډول د جوړښت ، د جغرافیايي زون سره په تړاو کې د ناروغیو symptoms (نښې) او د ساتنې مېتودونه څېړي.
 فیتوپتالوژي د نورو علومو لکه میکروبیولوژي ، ویروسولوژي ،بوتاني ، نباتي فیزیالوژي ،کېمیا ، اګرونومي ، اګرومیترولوژي او نورو پر بنسټ ولاړه ده . د نباتاتود حفاظې لپاره
 ګټورو ساتندویو (حفا ظتي) تدابیرو د ارزونې د متماتیکې او اقتصادي څېړنو د مېتود څخه کار اخلي .
 

II. د نباتی ناروغیو او د هغو د عاملینو(پا توجنو) پېژندنه


نباتات د خپل ژوند په ټوله موده کې د چاپېریال سره په ټینګه اړیکي لري او دهغه سره په یو ثابت متقابل عمل کې واقع شوي . د هغو وده، پراختیا ، حاصل ورکونه دا ټول د تودوخې ، لنده بل ، د هوا او خاورې د کېمیايي جوړښت ، د راز راز ژوندیو ارګانیزمونو او نورو فکتورونو سره تړاو لري . کله چې د نبات د غوښتنو سره د چاپېریال او هلته د مېشته ژوندیو ارګانیزمونه متقابل اړیکي مطابقت ولري په دې صورت کې د توازون حالت رامنځ ته کېږي او له همدې وجې د موادو د راکړه وړکړې نورمال جریان تر سترګوکېږي اود نباتاتو په وده او پراختیا کې هېڅ کومه وظیفوي او مورفولوژیکه بې نظمي نه را منڅ ته کېږي.
 که چېرې د چاپېریال کوم فکتور له خپل ټاکلي حده انحراف وکړي او یا کوم بل ارګانیزم پر نبات حمله وکړي په صورت کې د موادو راکړه ورکړه او د نبات فیزیالوژیکې دندې زیانمنې کېږي
 چې دا په خپل وار سره د نبات په اناتومیک جوړښت او ظاهري بڼه کې د بدلون سبب ګرځي یعنی پتالوژیک جریان یا ناروغي رامنځ ته کېږي .
 
نباتي ناروغي ــــ د باندني چاپېریال د ناوړه فکتورو او یا د فیتوپتوجنو د عمل له وجې رامنځ ته شوي پېچلي پتالوژیک جریان ته ، چې د نبات یا دهغه د کوم ارګان د فیزیالوژیکو دندو د مخطل کېدو او د نبات د اناتومیک او مورفولوژیک بدلون سبب ګرځي ویل کېږي .
 
نباتي ناروغي د مبتلا شوو نسجونو او ارګانونو د مړینې ، د حاصل د کمښت او د ټول نبات د محوه کېدو سبب ګرځي . د ناروغۍ د پراختیا شدت د نبات په ځانګړتیا ( حساسیت ) او د پتوجن ارګانیزم ( د مبتلا کولو په وړتیا ) او همدا شان د باندني چاپېریال په شرایطو ( چې تر کومې کچې د ناروغۍ د پراختیا لپاره برابر دي ) پورې تړلې دی .
 

د نباتي ناروغۍ وېشنه( طبقه بندي )؛

د ناروغیو په تشخیص او معالجه کې د ناروغۍ وېشنه ډېر مهم رول لوبوي .
میکروبي ناروغۍ(infectious diseases ) د راز راز پاتوجنو لکه fungi, bacteria, viruses, phytoplasma, nematodes او پرازیتونو له وجې رامنځ ته کېږي . ددې ناروغۍ مهمه نښه له یو نبات څخه بل ته د لېږد (سراعیت) وړتیا په ګوته شوې . هغه ارګانیزم چې ناروغي رامنځ ته کوي د پاتوجن یا عامل په نوم یادېږي. هغه ارګانیزمونه چې نباتي ناروغۍ د رامنځ ته کېدو وړتیا لري د فیتوپاتوجن په نوم یادېږي . په کوم نبات چې پاتوجن مېشته کېږي او له هغه څخه تغذیه کوي د کوربه نبات په نوم یادېږي . غېرمېکروبی ناروغۍ د فیتوپاتوجن ارګانیزم له شتون پرته د نبات د کرهنې په ناوړه شرایطو (خاورې ، اوبو ، هوا ) کې رامنخ ته کېږی . د ایکولوژیکي طبقه بندی سره په مطابقت کې ټولې ناروغې په لاندې ډول وېشل کېږي :
 
1) غېرمیکروبی نه لېږدېدونکې ناروغۍ non Infectious Diseases :


 هغه ناروغي چې د خاورې د ناوړتیا له وجې رامنځ ته کېږي
 هغه چې د ناوړه مېترو لوژیکو شرایطو له وجې رامنځ ته ګېږي
 چي د مېخانیکي عواملو تر اغېزې لاندې رامنځ ته کېږي
 په هوا کې د ناوړه ګازاتو د ترکیب له وجې رامنځ ته شوې ناروغي
 د ایونیزه شوو وړانګو د عمل له وجې رامنځ ته شوې ناروغي

2) میکروبي یا لېږدېدونکې ناروغۍ infectious Diseases :

 قارجي fungus (mycosis)
 بکتریایي(bacterioses
 ویروسي virusosis
 Actinomycotic (actinomycoses
 Phytoplasma (phytoplasma
 د ګل لرونکو پرازیتونو له وجې رامنځ ته شوې ناروغي Diseases caused by parasitic flowering
 
سره لدې چې د لېږدېدونکو(ساري) او نه لېږدېدونکو(غېرساري) ناروغیو تر منځ لوې توپیر موجود دې خو مونږ نشو کولای چې هغوۍ یو له بل څخه جلا وڅېړو . په طبیعت کې ددې دواړو تر منځ متقابل اړیکي شتون لري :ډېری وخت په غېرساري ناروغې اخته ضیف نبات په ساري ناروغۍ اخته کېږي د بېلګې په ډول په نبات کې د ناېتروجني سرې غېر متوازن استعمال د موادو د تبادلې بهیر تخریبوي ، چې په پاېله کې د نبات حساسیت د خاکسترک powdery mildew په وړاندې لوړېږي .
 
نباتي ناروغي د موقیعت له لحاظ په لاندې ډول وېشل کېږي :

1) ځايي یا ناحیوي local
2) عمومي general (diffuse).


ځايي ناروغي هغه ده چې له وجې یي د نبات یوه برخه یا یو ارګان په ناروغۍ اخته کېږي او د نبات نورو برخو ته سراعیت نه کوي .
 عمومي ناروغي هغه ده چې ټول نبات او یا دهغه ډېره برخه پرې اخته شوې وي . د عمومي ناروغۍ په صورت کې د نبات محوري ارګانونه لکه جرړې(ریښې) ، تنه (vascular tissue) په ناروغي اخته کېږي چې د هغو د مړینې سبب ګرځي .
 

III. د نباتاتو پر فیزیالوژیک حالت د فیتوپا توجن ا غېزه

 

په نباتاتو کې د مضرو ارګانیزمونو د فعالیت له وجې د هغو د ودې د بهیر مهمې فیزیالوژیکې دندې زیانمنې کېږي : فوتوسنتز; د assimilates ( د فوتوسنتز د عمليي اخرني پایدارعضوي مواد مرکبات چې کاربن دي اکسید رغوی ) د ځای بدلول دهغو د پېداېښت له ځای (پاڼو) څخه زخیره کونکو ارګانو ته(تخمو،جرړو، ساقو) ته ، تنفس، د اضافي غذايي موادو جوړول او زېرمه کول ، د وده ورکونکو جریاناتو مېرېستماتیکي فعالیت ، د اوبو او غذايي موادو جذب او لېږد له جرړو څخه د ځمکې پاس ارګانوته .
 
د فوتوسنتز زیانمنېدل او د assimilates د ځای بدلون.

فیتوپاتوجنونه په مختلفو ډولو سره د نبات د فوتوسنتز بهیر زیانمنوي : د ټولې پاڼې او یا د هغې د یوې برخې نیکروز ، کلوروز او د کلوروفیل له منځه تلل رامنخ ته کوي . د دانه لرونکو نباتاتو(حبوباتو) پاڼې چې د جرړو د ورستېدو ( root rots )، قهويي زنګ brown rust ، سپین خالونه Septoria په ناروغۍ اخته وي په هغو کې د کلوروفیل اندازه او د پاڼې د اسمېلېشن عمومي سطح کمښت پېدا کوي .
 
ویروسونه ، فیتوپلازم، ځینې فنګیان او بکتریاوی د فلویم په نسجونو کې د ځای په ځای کېدو او د تکثر په کولو سره د assimilates ترانسپورتېشن تخریبوي .
 
د تنفس زیانمنېدل respiratory failure .

د پاتوچن په واسط د نباتي نسجونو اخته کېدل په لمړي سر کې د تنفسي جریاناتو د شدت د زیادښت او وروسته د حجرو د زېرمو په ورکېدو سره د هغه د لږېدو او د ارګانونو د مړینې سبب ګرځي . د تنفس زیانمنېدل د تخمونو د نش او نمو په پړاو کې ډېر خطرناک تمامېږي ځکه چې په دې وخت کې د تخمونو زېرمه شوي غذایي مواد په غېر متوازن ډول کارول ګېږي او په پوره اندازه
 د جواني (ځوانکۍ یا نېش ) د ودې لپاره نه رسېږي .

د تنفس د زيادښت تر څنګ د مضره ارګانیزم د بېلګې په ډول د gelmintosporioznoy root rot د پاتوجن د عمل له وجې د نهالونو plantlets عمومي وظيفوي حالت لکه د جرړو وده، د پاڼو سطحه ، د عمومي ژوندې کتلې سنتز، په پاڼو کې د کلوروفیل اندازه او د ترانسپیرېشن شدت زیانمنېږي . ددغو جریاناتو د ټولیز وظیفوي حالت د زیانمېدو په پاېله کې په common root rot د اخته نېشونو ( seedlings ) 40 سلمه زېرمه شوی غذايي مواد په غېر طبعي ډول کارول کېږي او د نهال plantlets د جوړولو په پروسه کې برخه نه اخلي .
 
د تنفس شدت د اوکسیداز د انزایم د قوي فعالیت په تر سره کېدو رامنځ ته کېږي ،چې د نش اونمو په ټول پړاو کې تر سترګو کېږي ، چې دا په خپله د انرژي لرونکو موادو د غېر طبعي کارونې او د نبات د ثمر د کمېدو سبب ګرځي .