د میرمن بینوا د مړینی په مناسبت د خواخوږی پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50269
الحاج غرزی خواخوږی
دخبریدو نیټه : 2012-07-09

د میرمن بینوا د مړینی په مناسبت د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواخوږی پیغام

۱۹/۴/١٣٩۱ – ۹/۷/٢٠١۲
د عربو متحده امارات
په خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هیواد وتلی لیکوال نومیالی شاعر پیاوړی سیاستوال، د لوی افغانستان د ادب ستوری او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر ارواښاد فاضل استاد عبدالروف بینوا محترمه میرمن په امریکا متحده ایالاتو کی په حق ورسیده.
انالله و انا الله راجعون
د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی مشرتابه او ټول غړی د محترمی میرمن بینوا د مړینی په مناسبت د بینوا محترمی کورنی ته د خواشینی مراتب څرګندوی.
ارواښادی ته جنت الفردوس کورنی او دوستانو ته یی جمیل صبر د لوی خدای د دربار څخه غواړی.
روح دی ښاد وی
په درنښت
د ټولنی مشر