دهلمند والي : د خبريال ويب پاڼې بندول په كلكه غندي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50689

دخبریدو نیټه : 2012-07-31

د هلمند ولايت مشرتابه په پاكستان كې د خبريال ويب پاڼې بندول په كلكه غندي
د خبريال ويب پاڼه چې د افغانستان سيمې اونړى په اړه تازه خبرونه ،سياسي،فرهنگي،ټولنيزاونورمطالب خپروي اوپه يادوبرخوكې خپلومينه والوته معلومات وړاندې كوي په دې وروستيوكې په ډيره ناځوانى سره د پاكستان لخوا په هغه هيواد كې د انټرنيټ له لارې د يادې شوې ويب پاڼې په خپرونوبنديزلگول شوى دى.
د خبريال ويب پاڼې په وړاندې د پاكستاني چارواكودغه گام په ښكاره توگه د بيان د آزادى په وړاندې ستونزې رامنځ ته كول اومخه نيول دي اوموږد پاكستاني چارواكودغه عمل په كلكه غندو.
په لومړي سركې له پاكستاني چارواكواودولت څخه غواړوچې په خبريال ويب پاڼې لگول شوى بنديزليرې كړي اوپه دوهم قدم كې د بشري حقونو،آزادواونوروټولومدني ټولنوڅخه غوښتنه كوو چې د پاكستاني چارواكوددې گام په وړاندې توند غبرگون وښيي اودوى دې اړكړي چې د خبريال پرويباڼې ياد شوى بنديزليرې اوپه دې يې هم پوه كړي چې په راتلونكي كې د رسنيوپه وړاندې له دا ډول كړنوڅخه په كلكه ډه ډه وكړي.