د خبريال نورالله نوري سره د غمشريكۍ پيغامونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50844

دخبریدو نیټه : 2012-08-07


د نورالله نوري سره د كندهار ملي راډيو ټلويزيون د ادارې د خواخوږۍ پيغام .

 

د كندهار ملي راډيو ټلويزيون اداره د تېر ماښام راهيسي په يوه دروند غم ځنګيږي  او د خپل امر نورالله نوري د ورور شفيع الله  ، د هغه د وراره اباسين او د كندهار ملي راډيو ټلويزيون د موټر چلوونكي اسدالله شهادت سخت غمجن كړي يو .
درې واړه تېره ورځ مازيګر د كندهار ښار د ميربازار په سيمه كې هغه وخت په شهادت ورسيدل كله چې يې موټر پر ښخ شوي ماين برابر شو .
موږ د ملي راډيو ټلويزيون ټول كاركوونكي د نوري صاحب سره په دې غم كې ځانونه شريك بولو  او په دې پېـښه سخت خفه يو .
دريو واړو شهيدانو ته د فردوس جنت او كورنيو ته يې د جميل صبر غوښتنه كوو . 

 

 

د نوري صاحب سره په كندهار كې د باختر خبري اژانس د مديريت د خواخوږۍ پيغام

سخت خواشيني يو ، غمجن يو او ډېر خفه يو  چې د كندهار د ملي راډيو ټلويزيون د امر او په كندهار كې د تكړه خبريال نورالله نوري د ورور شفيع الله جان ، د هغه د ماشوم وراره اباسين او د كندهار د ملي راډيو ټلويزيون د موټرچلوونكي اسدالله جان په شهادت خبر سوي يو .
په كندهار كې د بآختر خبري اژانس مديريت  مشرتابه او ټول كاركوونكي د نوري صاحب او د هغه د كورنۍ سره په دې غم كې ځان شريك بولو او د دوى دروند غم د ځان غم بولو .
لايزال څښتن دي شهيدانو ته د فردوس جنت او كورنيو ته يې جميل صبر وركړي او هيله كوو چې زموږ افغانانو ته خداى سوله راولي او په وطن كې غمجني ناخوالي ختمي سي .
امين .

 

 

د نوري صاحب سره د بېنوا ويب پاڼي  د خواخوږۍ پيغام

په ډېره خواشينى سره مو خبر تر لاسه كړ چې د هيواد او په ځانګړي ډول د كندهار د تكړه خبريال او د كندهار د ملي راډيو ټلويزيون د امر نورالله نوري ځوان ورور شفيع الله ، د نوري صاحب ماشوم وراره اباسين  او د كندهار ملي راډيو ټلويزيون موټرچلوونكى اسدالله تېره ورځ په كندهار كې د ماين د چاودني له امله په شهادت ورسيدل .
د دې خبر په اوريدو سره سخت خواشيني شوو او دې زړه بوږنوونكي پېښي سخت غمجن كړو .
د بينوا ويب پاڼي اداره شهيد شفيع الله او ماشوم شهيد اباسين او شهيد اسدالله ته  د خداى ج په دربار كې د بخښني دعا او د  ښاغلي نوري صاحب  او د هغع كورنۍ د جميل صبر غوښتنه كوي .

د شهيدانو روح دي ښاد وي .

 

 

د نوري صاحب صاحب سره د كندهار پريس كلب  د خواخوږۍ پيغام !


په ډېر غم او ژور خفګان سره خبر سولو چې په كندهار كې د خبريال، د كندهار د پريس كلب د منشي او د كندهار ملي راډيو ټلوزيون د امر نورالله نوري ځوان ورور  شهيد شفيع الله ، د هغه  ماشوم زوى اباسين او د كندهار ملي راډيو ټلوزيون موټرچلوونكى اسدالله  تېره ورځ ناوخته په كندهار ښار كې د ماين په يوه چاودنه كې په شهادت ورسيدل.
كندهار پريس كلب په دې اړه د خپلي خواشينۍ مراتب نوري صاحب ، د هغه كورنۍ او د كندهار ملي راډيو ټلوزيون ادارې ته وړاندي كوي .
شهيدانو ته د فردوس جنت او كورنيو ته يې د جميل صبر غوښتنه كوي

 

 


د نورالله نوري سره د هيواد تلويزيون او افغان ازادي راډيو د غمشريكۍ پيغام .
 
د هيواد تلويزيون او افغان ازادي راډيو    ادارې  په ډېر خفګان سره خبر تر لاسه كړ چې د دې اداري د مخكني مسوول او د كندهار د ملي راډيو ټلويزيون د امر نورالله نوري ورور ، د هغه وراره او د كندهار ملي راډيو ټلويزيون   موټرچلوونكى د ماين په خونړۍ چاودنه كې په شهادت ورسيدل .
دې پېښي سخت خواشيني كړو ، غمجن يې كړو او سخت يې و هم ځپلو .
د هيواد تلويزيون او افغان ازادي راډيو  اداره ښاغلي نوري ، د هغه كورنۍ او ټولو دوستانو ته د جميل صبر  او شهيدانو ته د فردوس جنت غوښـتنه كوي .

 


د نورالله نوري سره د كندهار د نى د ساحوي دفتر  د خواخوږۍ پيغام .

په ډېر ژور خفګان سره مو خبر تر لاسه كړ چې د كندهار د ملي راډيو تلويزيون د امر  او د كندهار پريس كلب د منشي نورالله نوري ورو شفيع الله ، د هغه وراره اباسين جان او د كندهار ملي راډيو ټلويزيون موټرچلوونكى اسدالله د ځمكني ماين له امله په شهادت ورسيدل .
د رسينو څخه د ملاتړ ادارې ( نى ) سيمه ايز دفتر په دې پېښه سخت خواشينى دى او د ژور خفګان او درانه غم مراتب ښاغلي نوري صاحب او  د هغه كورنۍ ته وړاندي كوي .
د نى دفتر شهيدانو ته د فردوس جنت  او ښاغلي نوري صاحب او د هغه كورنۍ ته د جميل صبر غوښتنه كوي .
موږ دا پېښه په سختو ټكو غندو .
روح دي ښاد وي .