ښکلی کنړ او نورستان د پنجاب په اور کې سوزي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50861
عبدالخالق ساپی
دخبریدو نیټه : 2012-08-07

بې همته مشران چوپه خوله ناست دي
یو کال کېږي چې پنجابیان زمونږ ښکلی کنړ او نورستان په دوامدار ډول په توغندیو ولي مګر د افغانستان د مزدور حکومت مارشالان ،اتلان او د جهاد خائين مشران لکه مجددي ،سیاف ،پیر او نور خړسترګي پټه خوله ناست او ددې تېري په وړاندې هڅ غبرګون نه ښي .
 د غبرګون نه ښودل څه وجه لري ؟ زه نه غواړم چې دلته ډېر تیوریک او کتابي بحث وکړم دا ځکه چې نن زمونږ ولس د خپلو بچو څخه عمل غواړي . د افغانستان امنیتي ځواکونه د کرزي تر مشرۍ لاندې یواځې د ارک او د امنیتي لوړ پوړو چارواکو د کورنو څخه د دفاع دنده لري او که د هېواد د ځمکني بشپړتیا څخه؟ په ټوله نړۍ کې د پوځ لمړنې دنده د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع شمېرل کېږي .
 نن چې د هېواد پر ځمکني بشپړتیا په علني ډول د باکستان لخواه تېرې کېږي او د هېواد درې ګوني امنیتي ځواکونه چوپه خوله ناست دي دا څه معنی لري خبره واضح ده :
 1. د امنیتي ارګانو وزیران د پاکستان د ا.ايس .ا پر دسترخوان لوی شوی او ددی جرئت نلري چې د خپل بادار په وړاندي عکس العمل وښي .
 2 . امریکې د خپلو اکمالاتي لارو د خلاصولو په خاطر د پنجاب سره پر دې معا مله هوکه کړې حال دا چې امریکا د ستراتېژیک تړون پر اساس باید د پاکستان په وړاندې متقابل عمل کړی وی.
 ددې حملو تر شا د پاکستان مؤخې ټولې نړۍ ته معلومې دي .
اوس خبره دا ده چې افغانان باید څه وکړي ؟ ځما په اند باید لاندې تدابیر ونیول شي :
 1. په اروپا ، امریکا، او استرلیا کې مېشت افغانان باید د ملګرو ملتونو ( جاسوسي سازمان )او د پاکستان د سفارتونو د دفترونو مخ ته لاریونونه وکړي تر هغه دا لاریونو ته ادامه ورکړي چې ځواب يي نه وي تر لاسه کړی . په ویانا کې تر کومه ځایه چې زه خبر یم په راتلونکو څو ورځو کې د  فرهنګي افغان  ښاغلي میر لخوا یو لاریون ته اماده ګي نیول شوی.
 2. دننه په افغانستان په ځانګړي توګه د کنړ او نورستان د ولایتونو جګپوړي وطنپرسته د امنیتي ارګانو قومندانان دي د وطن څخه د دفاع په خاطر د ولس سره یو ځای په متقابل شکل پر پاکستان راکټي برید وکړي او د کابل د مزدور حکومت ته دې انتظار د قوماندې اخستلو نه کوي.
 3. په افغانستان کې سیاسي ګوندونه دې د هېواد پالنې د اصل پر بنیاد په مشترک ډول ددې تېري په وړاندې د پاکستان پر سفارت خپل لاریونونه تنظیم کړي .
 4. د ملي امنیت اداره باید ځپل اوبراتیفي عملیات د اسلام اباد په زړه کې تر سره کړي وايي چې : کږه خوله په سوک سمېږي . پاکستان سره باید د سوک کار واخستل شي . کاشکې بیا د نجیب او داود په شان رهبران په قدرت شي .
 5. د اسلامي حزب او د طالبانو د وطنپالو ګروپو قومندانان دې خپل د توپک خوله د افغان پر خوا نه بلکه د پنجاب پر خوا تاوه کړي .
 6. د مشرقي د ذون مشران دې په خپلو ولایتونو کې د کالدارو بازارونه په زور وتړي او ولسونه دې د باکستان د تېري په وړاندی قیام ته وهڅوي . که دا کار ونه کړي یو ورځ به پنجاب ستاسو د انګړ تر شا ولاړ وي . په خاوره تېری پر ناموس تېری ګڼل کېږي .