د هند وتلي او نامتو ستوري عامر خان دويم واده وكړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5087
ساحل
دخبریدو نیټه : 2006-01-09

د هندۍ سينما باليووډ نامتو اداكار عامر خان د ډسمبر مياشتې په يودېرشمه نېټه له كيرن راو نومې نجلۍ سره دويم واده وكړ. كيرن راو له عامر خان سره په لګان فلم كې اسيسټېنټ ډايريكټره وه. د لګان فلم جوړېدو پر مهال دوى له يو بل سره وپېژندل او بيا چې كله عامر خان خپلې لومړۍ مېرمنې ته طلاق وركړ دواړو له بل سره د واده پرېكړه وكړه، دوى د واده دا خبره له ميډيا پټه ساتلې وه. د عامر خان او كيرن راو نكاح د ډېرو ساده مراسمو په ترڅ كې وتړل شوه، يانې يوازې د دوى كورنيو په كې گډون درلود. اوس د اخبارونو او ټلوېزونونو خبريالان د عامر خان د كور پر شا وخوا ګرځي او په دې تمه دي، چې كله به د عامر خان او كيرن راو خبرې او تصويرونه تر لاسه كړي. ويل شوي دي چې راروانې درې ورځې به عامر خان او كيرن راو د هند په غرنۍ سيمه پنجګلي كې تېروي او هورې به دوى خلكو ته د واده ډوډۍ وركوي، په دې ډوډۍ كې به د باليووډ نور لوى_لوى ستوري هم گډون كوي.