د څه مودې راهیسی، چي د نیویارک ټایمز په ورځپاڼه کي، په افغانستان کي د بشر پر حقوقو باندي د تیریو او بشري جنایاتو په باره کي یو رپوټ خپور سوی او د ځینو مشهورو قاتلانو نومونه یې چاپ کړي دي، په اروپا او امریکا کي اوسیدونکو منورینو هنګامه جوه کړې او هر یو په خپل وار د جنایتکارانو د نومونو د لیست د اوږدیدلو غوښتنه کوي. حتی یو محترم لیکوال خو د ژوندیو په محاکمه بسیا سوی نه دی او د مړو د محاکمه کیدلو غوښتنه یې هم کړې ده. په داسي حال کي چي موږ له مړو سره هیڅ نه سو کولای. ځکه چي هغوی د خدای تعالی حضور ته ورغلي دي او هغه ذات به حساب ورسره کوي. که خبره د تاریخ وي نو زه ګومان کوم چي تاریخ به د وخته د هغوی په باره کي خپل قضاوت کړی وي.
د نیویارک ټایمز د ورځپاڼي په مضمون کي خو د داخله وزیر بسم الله محمدي، چي تیره هفته اولسي جرګې سلب اعتماد کړ، نوم راغلی دی او زه ګومان نه کوم چي د دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ به په خیانتونو، غلاوو او د ملي شته منیو په لوټلو کي تر بسم الله کښته مقام ولري. خو د یکشنبې په ورځ یعني د آګسټ د میاشتي پر دوولسمه جمهوریس کرزي دواړو پخوانیو وزیرانو ته د غازي امان الله خان مډالونه ورکړل. جمهوریس کرزي په دې توګه د افغانستان د استقلال، ملي یووالي او ترقۍ تر ټولو ستر قهرمان او اولسي جرګې ته چي دواړه یې سلب اعتماد کړي وه سپکاوی وکړ. جمهوریس کرزي د دواړو وزیرانو ستاینه وکړه او وې ویل چي دواړو کسانو هم د شوروي اتحاد پر ضد جهاد او هم په اوسنۍ دوره کي د هیواد د ابادولو په لاره کي نه هیریدونکي خدمتونه کړي دي. دا خو لا پریږده چي جمهوریس دا هم وویل چي د مډالونو ورکول کیدل د دې معنی نه لري چي هغوی له دولتي وظیفو څخه لیری سول بلکه د هغوی د لیاقت او تجربو څخه به په نورو دولتي مقامونو کي کار اخیستل کیږي. زه له نورو کسانو سره غرض نه لرم خو ما پخپله د جمهوریس کرزي څخه د همدغه قضاوت انتظار درلود.
که دا زموږ قهرمانان وي چي د هغوی له بده شامته زموږ د استقلال باني او د ملي نوامیسو ریښتوني مدافع غازي امان الله خان ته سپکاوی وسو نو موږ به جنایتکاران چیرته محاکمه کوو؟ که دا دوه کسان د افغانستان د خدمت د ترټولو ستر مډال لایق وي او د جهاد او اوسنی ډیموکراسۍ په وخت کي یې نه هیریدونکي خدمتونه کړي وي نو بیا خو دي له اولسي جرګې څخه بازخواست وسي چي دومره لایق اشخاص او د هیواد ریښتوني بچي یې ولي د بې کفایتی په ګناه سلب اعتماد کړل. او که چیري اولسي جرګې د دې دوو کسانو د لیري کولو لپاره خپل منطق او دلایل درلودل او اولسي جرګه په حقه وه نو دي له جمهوریس څخه پوښتنه وسي چي زموږ د تاریخ په ریښتونو قهرمانانو او د ملت په اراده ملنډي ولي وهي؟
زه یقین لرم چي زموږ د اعتراض چیغي نه جمهوریس اوري او نه د اولسي جرګې تر غوږونو رسیږي. زه په اروپا او امریکا کي د اوسیدونکو لیکوالانو او پوهانو سره، چي د قلم چلولو تمرین کوي، د زړه خواله کوم. زه له خپلو لیکوالانو څخه پوښتنه کوم چي که د افغانستان د جمهوریس دغه قضاوت وي او اولسي جرګه، د مشرانو جرګه او ټوله دولتي دستګاه د د سیسو میدان وي او په هیواد کي هغه جنایتکاران، چي د ملګرو ملتونو په رپوټونو کي یې نومونه راځي د قدرت پر چوکیو ناست وي تاسي د بشر له حقوقو څخه سرغړونکي، قاتلان او جنایتکاران چیري محاکمه کوی. جمهوریس کرزي خو د دغو کسانو په حق کي د خپل ټول سخاوت څخه کار اخیستی او هغوی یې د خپل قدرت په دوهم کال ټول عفو کړل. نو اوس به موږ هغوی کومي محکمې ته کشوو.
زه، د جنایتکارانو او قاتلانو د محاکمه کیدلو په برخه کي، له خپلو ټولو وطندارو لیکوالانو او پوهانو سره په یوه عقیده یم. زاړه او نوي جنایت ته باید په یوه سترګه وکتل سي او هرڅوک باید د خپلو جنایتونو حساب ورکړي. خو زه وایم یو ځل باید محکمه او نظام پیدا کړو او بیا به د جنایتکارانو سره حساب کوو. مګر زموږ ځیني پوهان، لکه چي، په دې عقیده دي چي لومړی باید جنایتکاران محاکمه سي، محکمې پخپله پیدا کیږي. که مي ګستاخي نه وي کړې، ما ته دا منطق یو څه سرچپه ښکاري. د افغانستان د څه باندي پنځه دیرش کلني غمیزي ، چي اوس هم دوام لري، په جریان کي د جنایتکارانو د نومونو لیستونه برابرول، د جنایتونو او جنایتکارانو په باره کي تاریخي شواهد سپړل او برابرول او ملي او بین المللي محکمو ته سپارل یوه مقدسه وظیفه ده. خو که موږ هر څومره کره او قوي شواهد په لاس کي ولرو زموږ چیغه، تر هغه وخته پوري چي د نړۍ په سطح یوه پيژندل سوې ټولنه ونه لرو، د نړۍ د محاکمو غوږونو ته نه رسیږي. له بده مرغه چي موږ یا د دغه راز یوې ټولني د جوړولو اراده نه لرو او یا یې د جوړولو چل نه راځي. موږ د اروپا په هر ښار او حتی هر کلي کي د کلتوري، سیاسي، اجتماعي او بشري ټولنو پر جوړولو پهلوانان یو خو د خپل هیواد د ټولي اوږدې غمیزي، ټولو غم لړلو پیښو او ملي بحران په وخت کي د یوې داسي پراخي متحدي ټولني ، چي ږغ یې تر یوه ځایه ورسیږي او یا یې ږغ ته څوک اهمیت قدر ورکړي، پر جوړولو بریالي نه سوو. تر څو چی پښتون، هزاره او تاجک خپله چیغه تر یوه ستوني راونه باسو، جنایات او دسیسې به دوام لري، په ملي نوامیسو به لوبي کیږي او د جنایتکارانو د محاکمه کیدلو ارمان به ګورته یوسو.
د مزار شریف په ښار کي د ایران د وژل سویو ډیپلوماټانو په نوم، چی زه یقین لرم پخپله په ایران کي به د چا په یاد نه وي، واټونه جوړیږي. دا چي د مشرانو د جرګې اعتراضونه به ځای ونیسی کنه هغه بله خبره ده خو خبره دا ده چي د بلخ والي د دومره لویی او برالا وطن فروشی جرأت له کومه کړ. هغه پوهیږي چي څوک څه نه سي ورته ویلای او هغه یوازي د ایران مقاماتو او خپلو نورو بهرنیو بادارانو ته مسولیت لري. تر څو پوري چي د جمهوریس، داوودزي او د ارګ د نورو مقاماتو په خولو کي د ایران خوږې ګرځي عطانور به همداسي په پوړه زړه وطن خرڅولو ته دوام ورکوي. هغه ورځ لیري نه ده چي په کابل کي به د خمیني په نوم سړکونه او واټونه جوړیږي، د خامنه اي او کوم بل اخوند ایت الله په نوم به اکاډیمي او کتابخانې پرانیستل کیږی او د مزار شریف سماوارونه به د احمدي نژاد په نامه وي.
په افغانستان کي قانوني نظام او حکومت نسته چي د ملي نوامیسو څخه دفاع وکړي. موږ لیکوالان به دلته د اروپا او امریکا په محفوظو ښارونو او کورونو کي پر سپینو پاڼو د قلم ځغلولو تمرینونه کوو. ګورو به چي زموږ په تقدیر کي څه لیکلي دي. زموږ وظیفه او مسولیت یوازي د قلم په ځغلولو او یوه بل ته د حاجي او ملا په ویلو، چي په دې شپو ورځو کي یې بازار ډیر تود سوی دی، سر ته نه رسیږي. زموږ لیکوالان نن سبا یو بل په دونه درنو القابو نازوي چي زه بیریږم یوه ورځ به زموږ پوهان یوازي د ښاغلي او محترم کلمه د ځانونو لپاره سپکاوی وبولي.
پر کونړ باندي د پاکستان د راکټونو د باران په مقابل کي ارګ هیڅ ونه ویل او هیڅ یې ونه کړل. په اولسي جرګه کي یې د دوو سترو امنیتی وزیرانو د لیري کولو او سلب اعتماد کولو لپاره دسیسه وکړه. هم یې د ملت توجه له ارګ څخه د وزیرانو خواته واړوله. هم یې خپل دوه وزیران، چي چنداني یې ورسره جوړه نه وه، برطرف کړل او هم یې بیرته هغوی ته د تر ټولو سترو مډال په ورکولو اولسي جرګې ته سپکاوی وکړ، او پخپله د خیر پر غونډۍ ورته کښینستی. دا سوال څوک نه کوي چي د پاکستان د تیریو په مقابل کي اقدام کول خو د دفاع او داخله وزیر وظیفه نه بلکه د جمهوریس کار دی. چي هغه هیڅ نه وایی نو د دفاع وزیر څه کولای سي. پاکستان د کونړ او ننګرهار په ولایتونو کي په لس هاوو کیلومیتره مربع خاوره لاندي کړې او لا لګیا دی نور هم د افغانستان خاوري ته ننوزي. جمهوریس کرزی ځکه څه نه سي ویلای چي څه موده مخکی یې په خبري کنفرانس کی ویلي دي چی که هند او حتی امریکا پر پاکستان باندي حمله وکړي نو افغانستان به د، خپل سکني ورور، پاکستان تر څنګ دریږي. البته په هغه وخت کی دا سوال مطرح نه وو چي که پاکستان پر افغانستان باندي حمله وکړه کرزی به څه کوي. اوس چي دا سوال مطرح دی ښایی ځینی مصلحتونه به جمهوریس کرزي ته د څه ویلو اجازه نه ورکوي، که څه هم چي د جون په میاشت کي یې په یوه خبري کنفرانس کي وویل چی نور یې د مصلحتونو له رعایت کولو څخه لاس اخیستی دی. د پاکستان ملیشه او عسکر د افغانستان په خاوره کي امنیتی پوستې جوړوي او لا یې موږ په نیت خبر نه یو چي نور به یې څه په زړه کي وي خو زموږ ځیني پر وطن او قوم مین منورین اوس هم د افغانستان پوله د اټک له قلا سره ویني. پاکستاني جنرالان تورلینګي بولي، پاکستان مصنوعي هیواد بولي او اټومي طاقت یې هسي د ماشومانو لوبي ورته ښکاري. موږ په خوبونو کي ژوند کوو او په خوب او خیال کي چا واقعیتونه لیدلي نه دي. « څوک چي خوبونه کوي میښي یې نر کټي زیږوي» له امو تر اباسینه خاوره سړی هغه وخت غوښتلای سي چي لږ ترلږه د ډیورنډ د کرښي په دننه کي خو یې واک خپل وي. زموږ لیکوالانو، له بده مرغه، پر اساسی ملي مسایلو او د لاري او چاري پر پیداکولو باندي، لیکني ونه کړې. خپل ټول وخت یې احساساتي لیکنو یا حتی د یوه بل ښکنځلو ته ورکړاو یوه ورځ یې د یوه ملي او عملي ګام د اخیستلو تلاښ نه دی کړی. موږ د هدف لپاره لیکني نه کوو. د دې خبري اساسي علت ښایی دا وي چي موږ تر اوسه پوري هدف ټاکلی نه دی. زموږ هر لیکوال، په تیره بیا سپین ږیري لیکوالان، چي د قلم تمرین ته ډیر زیات ضرورت نه لري، باید د قلم له پورته کولو سره له ځان څخه دا سوال وکړي چي لیکنه د څشي لپاره کوي. څه غواړي، څه باید وغواړي او د څشي د غوښتلو امکانات لري یا څشي غوښتلای سي.