كركټ : افغانستان سكاټلينډ ته ماتي وركړه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51031

دخبریدو نیټه : 2012-08-15

افغانستان د كركټ ننۍ لوبه وګټل او سكاټلينډ ته يې د لسو منډو په توپير ماته وركړه .

لمړى افغانستان لوبه وكړه چې په ۳۵ اورونو كې يې ۱۹۱ منډي جوړي كړي او سيال ته يې ۱۹۲ منډي هدف وټاكه .

سكاټلينډ ياد هدف پوره نه كړ او په ۴۹،۲ اورونو كې د لسو لوبغاړو په سوځولو سره ۱۸۲ منډي جوړي كړي او ننۍ لوبه يې د لسو منډو په ماته پر افغانستان بايله .

دا لوبي په اسټراليا كې پيل شوي دي .

تېره ورځ افغانستان د نيوزرلينډ څخه د نهو منډو په توپير ماته ومنل .