د کوچینی اختر د رارسیدو له امله سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګرجنرال جمعه خان همدرد ، د پکتیا ولایت ملکی او پوځي چارواکی د هیواد ټول مظلو م او بیچاره ولس ته د زړه له کومی مبارکی وایی
که څه هم هیواد کی ستونزی او مشکلات په دی ورستیو کی زیاد شوی ، او دمبارکی روژی په وروستیو کی د نیمروز او کندز ولایت پیښو د هیواد ډیری میندی د غم په ټغر کښینولی ، اوس هم له ځینو سیمو د وینو بوی راځی ، د هیواد هغه مظلوم او بیچاره کسان چی اختر په اوښکو لمانځی دوی ټولو ته په اول قدم کی جمیل صبر او وروسته د کوچنی اختر مبارکی وایو
خدای دی وکړی چی دغه کوچیني اختر په هیواد د کورنی جکړی او ورور وژنی خاتمه او د تلپاتی سولی او ملی روغی جوړی پیلامه وګرځی .
اختر په خوښیو ولمانځی
درنښت