دافغانانو دتجارتي مركز د مباركۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5107
غلام محمد
دخبریدو نیټه : 2006-01-12

درنو متدينو هيواد والو او په روسيه كي ميشتو افغان مهاجرو وروڼو او سوداګرو،د تودو سلامونو او نيكو هيلو په وړاندې كولو سره د نيكمرغه لوې اختر د رارسيدلو له امله تاسې او ستاسې كورنيو ته د زړه له كومي مپاركي وايو او د لوې خداې له درباره څخه غواړو چې داختر نيكمرغې ورځې مو همداسې له خوښيو او خوشحاليو څخه ډكې وي.

د افغانانو د سوداګرۍ مركز يعنې ستاسې دسوداګرۍ مركز تل هڅه كړې چې د كار په ټولو برخو كې ستاسې دګټو په نظر كې نيولو سره داسې اقدامات وكړي چې زموږ وياړلي سودا ګر وكولاې شي په روسيه كې د خپل تجارتي كار او فعاليت له پاره د لويو امكاناتو څخه تل برخمن واوسي.همدغه دافغانانو د تجارتي كلكتيف او مركز درلودل او ټول سره په يوه ځاې كې چې دافغاني وحدت اويووالې ستره نمونه ده دافغانانو دسوداګرۍ دمركز دكارونو يوه روښانه نمونه ده.

تاسې پوهيږۍ چې موږ دلته د خپل كار په ساحه كې د ښه تجارت تر څنګه خپل كلتوري او معنوي لاسته راوړنې هم لرو.دلته د ښوونځى موجوديت چى ستاسې په مرسته چليږي ،همدارنګه داله  ج په فضل ديوه لوي جامع جومات درلودل او همدارنګه يوه څلور ساعته تلويزيون در لودل هغه ټكي دي چي زموږ او ستاسو ټولو له پاره د وياړ خبره ده.

تاسي خبر ياستۍ چې هره مياشت له سلو څخه زيات ماشومان دقلم،كتابچې او يا د خوراكي موادو په خاطر دافغانانو دتجارتي مركز تر مستقيم حمايې لاندې دي چې يو شمېر كورنيو سره له دې امله ټاكلي مرستې كېږي او دمرستې دغه لړۍ به همداسې روانې وي.

دافغانانو تجارتي مركز هڅه كوي چې تل دافغانانو په خدمت كې وي او وكولاي شي چې دكار او تجارت داسې لارې چارې برابرې كړې چې زموږ افغان وروڼه سوداګر په آرامه فضا كې خپل سوداګريزې چارې پر مخ بوځي.

اجازه راكړۍ جې يو ځل بيا د اختر مباركي دركړم او تاسو ته دښه او نيكمرغه ژوند دپايښت هيله وكړم.

 

غلام محمد

دافغانانو دتجارتي مركز ريس