د پکتيا ميډيا سنټر مسوولين او غړي د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان غيور،ميړني او سترګور ولس ته په ځانګړي ډول د لويې پکتيا شملورو او زړورو خلکوته د زړه له تله مبارکي وايي ،خدای ج دې وکړي چې دا را روان کوچنی اختر د سولې او خوښۍ زيري تر تاسو راو رسوي.
درنو هيواد والو تاسو خبر ياست چې رسنيو په تېرو څو کلونو ډېره ښه وده کړې او دهيواد ناخوالې او ستونزې يې د نړۍ ګوټ ګوټ ته تر نړيوالو ورسوي او دهيواد د بيارغونې،د سولې د روان بهير او همدا ډول د هيواد د ټولو قومونو د دودونو او رواجونوپه انعکاس کې يې خورا ګټور رول لوبولی دی، هيله ده چې مطبوعات د هيواد په بيا رغونه ،يووالي او د ښکيلو ډلو ترمنځ بې طرفه اوسي.
د پکتيا ميډيا سنټز مسوولين او غړي په جنګ او جګړو کې له ښکيلو ډلو غوښتنه کوي چې د ژورناليستانو ژوند ته خاصه پاملرنه وکړي او هڅه وکړي چې له دوئ سره د مالوماتو په شريکولو کې خاصه ونډه واخلي او همدا ډول د هغو اتلو شهيدو ژورناليستانو ته د پاک رب په دربار کې دوی ته دجنت د فردوس غوښتنه کوي او د دوی له کورنيو سره د خواخوږۍ او ډاډګيرنې سلسلې وړاندې کوې او لايزال خدای ج په هيواد کې د روان تاوتريخوالي او بد مرغيو د پای ته رسيدو په هيله لاسونه لپه کوي .
د سوکاله او خوشاله افغانستان په هيله
په درناوي د پکتيا ميډيا سنټر ادره