كابل : فوټبال لوبه د ميوند اتلانو وګټل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51519

دخبریدو نیټه : 2012-09-18

پښتنه اميد

د هيواد په پلازميني كابل كې د لوى كندهار ( د ميوند اتلان ) او د كابل زون ( شاهين اسمايي ) تر منځ نننۍ لوبه د لوى كندهار فوټبيال لوبډلي په ګټه پاى ته ورسيده .
لوبه چې د طلوع تلويزيون له لوري د غوره ليك د سياليو په لړۍ كې په لاره اچول سوې وه د لوبې په لمړۍ نيمايي كې د لوى كندهار لوبډلې تكړه لوبغاړو هر يوه فيض محمد او واجد وكولاى سواى چې د كابل زون  د فوټبال لوبډلې د ګول جاله په توندو بالونو ولړزي .
د لوبې په دوهمه نيمايي كې شاهين اسمايي هم ګول وكړ خو وروسته كندهار په سخت قهر او توند ډول د شاهين اسمايي لوبډلي د ګول جاله بيا ولړزوله چې په دې سره لوبه درې د يو په وړاندي د لوى كندهار لوبډلې په ګټه پاى ته  ورسيده .
د لوبډلي لارښـوونكى د كندهار تكړه لوبغاړى عبدالسميع غيرتمل وو چې خپله لوبډله يې په خورا ښه ډول رهبري كوله .
د شاهين اسمايي لوبډله په داسي حال كې ماته سوه چې څلور لوبغاړي پكښي د ملي لوبډلي وه .
لوبه د لمر او طلوع تلويزيونونو څخه په ژوندۍ بڼه خپريده