طالبان : په زابل كې مو د پوليسو قوماندان او ساتونكي وژلي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51673

دخبریدو نیټه : 2012-10-03

پښتنه اميد

په سويل كې وسله وال طالبان وايې چې  په زابل كې يې د پوليسو  يو قوماندان او  د هغه څلور ساتونكي وژلي دي .
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې چې تېره ورځ يې د دې ولايت  د ارغنداب ولسوالۍ په باغ سيمه كې د ميرويس په نوم د پوليسو پر يوه قوماندان چاودنه كړې ده او د  نوموړى قوماندان  په ګډون يې پنځه تنه وژلي دي چې ټوله پوليس دي .
 د زابل چارواكي په ياده سيمه كې چاودنه مني خو چا ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبره ردوي .
د زابل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر غلام جيلاني فراهي وايې ، چاودنه هغه وخت وشوه كله چې موټر له سيمي نه تير شو .