په لغمان کي د ایساف پر ټانک ماین واچاودید

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51713
راحیله جواد- کابل
دخبریدو نیټه : 2012-10-06

د الینګار ولسوالۍ د کدو کلا په سیمه کې د ائتلاف ځواکونو په په یو ټانک د سرک د غاړې ماین چاودلی.

د الینګار ولسوالۍ له ساندروا پورته د کدو کلا په سیمه کې د ائتلاف ځواکونو په یو ټانک چې مهترلام ته په لاره و د سرک د غاړې ماین پرې چاودلی چې د تلفاتو په اړه یې مالومات نشته.

د الینګار ولسوال الف شاه خان په وینا چاودنه په یاده سیمه کې د ائتلاف ځواکونو په یو ټانک شاو خوا اته نیمې بجې دسهار رامنځته شوې، ولې د تلفاتو په اړه دوی هم کوم مالومات په لاس کې نه لري.

د لغمان ولایت امینه قومانداني له پیښې نا خبري ښیي او وايي چې لا تر دې دمه دوی ته په دې اړه کوم راپور نه دی را رسیدلی.
ایساف تر دې دمه څه ندي ویلي