په ډیر خواشینۍ سره خبرشوم، چې زموږ دهیواد ټولنیزپوه، سیاست پوه، ادب پوه، نوښتګر، انځورګر، وتلې او تاندځوان شاعر ارواښادډاکتر حنیف بکتاش په لندن کې له دې فاني نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې .
(انالله وانا الیه راجعون)
شاعر وایي:
څوک د ځان لپاره مړ شي نوم یې ورک شي
د چا مرګ د ټول ولس د پاره مرګ وي
د ډاکتر صاحب حنیف بکتاش مړینه زموږ د هیواد په سیاسي، ټولنیز ، ادبي او فرهنګي ډګر کې یوه لویه ضایعه ده.
دی زموږ په ټولنه کې یو پیژندل شوې مخور لیکوال او شاعر و، چې پر (۱۳۴۱) لمریز کال د وردګو ولایت په میدان ښار کې زیږیدلی و.ده خپلې لومړنۍ زده کړې په مزارشریف، میدان ښار، قندهار، هلمنداو نورې زده کړې یې د کابل د حبیبیې په لیسه کې پای ته رسولې وې، وروسته یې په مسکوکې د نړۍ په معاصر تاریخ کې د ډاکتری دیپلوم تر لاسه کړې و.
زه نه یوازې په دې مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژور خواشیني څرګندوم، بلکې د ده د ویرمنوکورنیو غړو، خپلوانو او دوستانو ته د صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) څخه ده ته د فردوس جنت غواړم .
شاعر وایي :
چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندل
داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي
په ډیر در نښت :