د پکتیا سحر مجلې شپږمه ګڼه له چاپه راووته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51758
معروف افغان
دخبریدو نیټه : 2012-10-09

پکتیا سحر مجله چې پینځمه ګڼه یې درې میاشتې وړاندې له چاپه راوتلې وه او د هېواد په ځینو ولاېتونو کې د مینه والو تر ګوتو ورسېده، دا دی له نېکه مرغه شپږمه ګڼه یې هم له چاپه راووته چې انشاء الله ګڼ شمېر ولاېتونو ته ولېږدول شي . پکتیا سحر چې د سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز ناپیېلې، سپورتي، ټولنیزه او سیاسي مهالنۍ خپرونه ده له پکتیا ولاېت څخه خپرېږي چې تر ډېره بریده پکې د پکتیا ولاېت پرمختګونو او په عېن حال کې ستونزو ته کتنه کېږي، د پښتۍ ډیزاېن یې په ډېر ښکلي شکل سره شوی دی چې د پښتۍ په درېیم مخ کې د « د دستار سړي په شمار دي » تر نامه لاندې د استاذ احسان الله حمیدي لنډه علمي پېژندنه کښل شوې ده او د پښتۍ په څلورم یا آخري مخ کې د استاذ حبیب ګل نوري چې د سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز له بنسټګرو څخه دی په ورزشي څانګه کې لنډه پېژندنه کښل شوې ده چې په ترتیب سره په مجله کې په دوه شپېته مخونو کې اسلامي، ادبي، سیاسي او ورزشي لیکنې کښل شوې دي، د مجلې په منځنېو پاڼو کې یو انځوریز رپوټ په رنګه ډول چاپ شوی دی چې د یاد مرکز د کړنو څرګندونه کوي او هم ددې مرکز د سپورتي څانګې د ځینو ورزشي روزونکو عکسونه چاپ شوي دي . هېره دې نه وي چې د پکتیا سحر مجلې د امتیاز څښتن سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز، مسوول مدیر استاد ګل کریم ( سحر پکتیاوال ) ۰۷۹۹۲۳۶۲۲۲ ـ ۰۷۷۱۸۳۳۷۵۶ او مرستیال مدیر یې محمد بلال ( معروف افغان ) دي . ۰۷۷۹۷۱۷۰۷۲ bilalmaruf551@yahoo.com پکتیا سحر مجله پداسې حال کې له چاپه راوځي چې سحر سپورتي، فرهنګي او ټولنیز مرکز هره جمعه ورځ د کره کتنو او مشاعرو ادبي غونډې داېروي او د پکتیا ولاېت او د نورو ولاېتونو پکتیا مېشتي شاعران او لیکوالان پکې ګډون کوي، که تاسې غواړﺉ خپلې لیکنې د پکتیا سحر په پاڼو کې ولولﺉ نو پدې برېښنالیک خپلې لیکنې راولېږﺉ او یا هم د ګرځنده په شمېره له موږ سره اړیکه ونیسﺉ . 0704979855 paktyasahar@yahoo.com