که نن اقدام و نه کړو سبا به ناوخته وي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51810
غوث جانباز
دخبریدو نیټه : 2012-10-13

قیس کبیر: که نن اقدام و نه کړو سبا به ناوخته وي د ژبو اهمیت په نوې تکنالوژۍ او راتلونکي کې د هـﯦـوادونو له ملي گټوسره په تړاو کې دي ګرانو لوستونکو! که موږ یوازې د نن ورځې د معلوماتي تکنالوژۍ د پرمختگ لړۍ د تـﯦـرو پـﯦـنځو کلونو له هغه سره پرتله کړو، نو و به وېنو چې د تکنالوژیکي پرمختگ بـهیر په دومره حیـرانونکي گړندېتوب پر مخ درومي چې لږ تر لږه په راتلونکو پـﯦنځو کلونو کې د پرمختگ د کچی تصور ېې زموږ عادي لـﯦد ته نا ممکنوي. د بیلګی په توگې پنځه کاله پخوا، سمارتفونونه لکه گلکسی، آیفونونه او پی سی تابلیتونه موجود نه ول. په آپریتنگ سیستمونو کې د لسگونو ژبو شاملیدل د نویو تکنالوژیکو پنځونو شمولیت لاره پرانیستله. په دې توگې په آپریتینگ سیستمونو او « سافت وییراپلیکیشنونو» کښی د یوې ژبې ادغام تـَـشـَخُص وموند. هماغسې چې په لومړۍ برخې کښې یاده سوې، مایکروسافت په متقابلو مؤسسو پوری تړلی او د نوي آپریتینگ سیستم محلی اخیتارمندانو، او د نړۍ گڼ شمـﯦـر هیوادونو ته ، په بل عبارت ډیرو ژبوته ېې امتیاز ورکړی، تر څو په خپل کمپیوټري سیستم کې د ژبی – دخول (Input) ْ او د ژبی- دیسپلی Display-language ، له خپلې غوښتنې، منطقوي معیارونو او د خپلې ســﯦمه ېیزې ژبې له اړتیاوو سره سم عیارکړي. د یادونې وړ ده چې، د ځینو بنسټونو د مسؤولینو غور او د ځینو نورو د هڅو پر بنسټ لکه، د «نیکتا» NICTAA- National ICT Alliance of Afghanistan)، مؤسسه لکه «افغان کمپیوتر ساینس» او د افغانستان «د مخابراتو وزارت»، له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۸ پورې د مایکروسافت په مرستې و کړای سول د افغانستان “ دري ژبه د یوی ځانگړې خپلواکې ژبی په توگې له ایرانی فارسی څخه په مستقل ډول ،„د ژبی «په» - دخول (Input) کې داخله کړي همدا رنگه ېې وکولای سول د پښتو د ْژبی – دخول (Input)“ د هغې پر «لی اوت کیبوردKeyboard layout » باندې، په آپریتینگ سیستمونو کې مدغم کاندي، چې د تحسین او د خوښۍ وړ کار دی. دا چې دا ملی او د اهمیت وړ پروژه څرنگه او ولې له خپلو اصلی هدفونو څخه منحرفه سوې او تر دې مهاله په ټپه ولاړه ده هغه موضوع ده چه باید وڅـﯦـړل سی؛ او د ارزونې په نتیجې کې دې د دې معضلې د هوارۍ لاره تر لاس لاندې ونـﯦول سي. په دې لړکې تر هر څه زیاته دردونکې خبره په نویو آپریتینگ سیستمونو کښی د پښتو د «ژبې دیسپلې» د نشتوالي له کبله د (کلاینت & سرور) او مایکروسافت آفِس ستونزه ده. د مایکروسافت کمپنۍ په نویو آپریتینگ سیستمونو کې د پښتو „ژبی- دیِسپلی “ د ډونلوډولو لپاره اړو کسانو ته په اختیار کی نه ده ورکړې. دا هغه پوښتنه چې د افغانستان د دولت مسؤولین ( د مخابراتو ، د لوړو زدکړو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه) اړوند ارګانونه باید د دې ستونزې هوارۍ ته بـﯦـړنی گام اوچت کړي. په داسې حال کی چې د افغانستان د دري «ژبی – دیسپلی»، لکه د ایران د فارسی «ژبی ـ د دیسپلی» په شان د مایکروسافت د دونلود له مرکز څخه تر لاسه کـﯦـږي مګر د پښتو د ژبې څرک هـﯦـڅ نه لیدل کیږی. (پورتنی گرافیک وگورئ). د مایکروسافت کمپنۍ لا تر اوسه په مایکروسافت آفِس کې د پښتو د «ژبی- دیسپلی» ، محتاجو ته په اختیار کې نه دی اېښی. دا د افغانستان په دولتي مسؤلینو پورې اړه لري چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي. څرگنده ده چې د مایکروسافت د دونلود له مرکز څخه، د افغانستان د دري « ژبی – دیسپلی» مایکروسافت آفِس، لکه د ایران د فارسي په شان تر لاسه کیدای شي، مګر د پښتو د « ژبی – دیسپلی» د لاس ته راوړلو امکان نشته. (د څنگ گرافیک ته وگورئ) دلته د نورو دلیلونو تر څنګ کیدای شي دې ټکي ته هم اشاره وشي: دا پروژه د قومي - ژبنیو ملحوظاتو په علت، د داسی کسانو لاس ته لوېدلې چې دې خبرې ته د خپل سیاسي، قومي او ژبني لـﯦـدلوري پر بنسټ گوري چې له یوې خوا د پښتو له ډاتا بیس څخه قصداً اغماض کوي او له بلی خوا د دري په ډاتا بیس کې ېې له نامأنوسو او بې مفهومو ایراني اصطلاحاتو څخه کار اخیستی دی. دا په ټولو افغانانو پورې، که د باندې دي یا په هیواد کې دننه، اړه لري چې د افغانستان د دولت پر مسؤولینو لازم او هر اړخیز فشار راوړي، تر څو عملاْ په دې کار لاس پورې کړي او دا ملی پروژه له خطره او د غیر ملي اشخاصو له لاسوهنې او د ملي خلاء له منځته راتگه وژغوري او د ملي اشخاصو او د مایکروسافت له لارې په حل او فصل کولو دې د گټه اخیستونکو اساسی ضرورتونه رفع کړي. مایکروسافت ته د دې ستونزې هواری، ډیر آسانه دی، په دې شرط چې د افغانستان دولت د یو شمـﯦر نویو آپریتنگ سیستمونو او د آفِس اپلیکیشنونو او نور سافتویرونو د پنځولو لپاره جدي گامونه اوچت کړي. که داسې ونه شي نو څرگنده ده چې افغانستان به د خپلو ملي ژبو لپاره د «ْژبې د ننوتلو (Input)» او „د ژبی - له دِسپلی “Display-language څخه محروم او غیر افغاني او تر ډېر وخته به ایرانۍ فارسۍ نامأنوسو اصطلاحاتو ته اړ پاتې وي. که چیرې افغانان له ټولنیز پوهاوي پرته او یا د بشپړې پوهې په نیمگړي حالت کښی، د ملې ژبو په برخې کې دا چانس له لاسه ورکړي، په هغه صورت کی به نه یوازې د افغانستان دري ژبي د ایران د فارسي د پیروۍ محکوم وي، بلکه پښتو ژبی به هم، د تکنالوژیکي آسانتیاوو د کمښت له کبله له هماغه برخلیک سره لاس او گریوان پاتې وي. اړینې هڅې په کار دي چې په تکنالوژۍ کښې زموږ د ملي ژبو نوم او اهمیت د ملي ګټو پر بنسټ له تکنالوژیکي اړخونو وڅـﯦـړل شي، نه د تأریخي، سیاسي او ادبي او داسې نورو اړخونو له پلوه، چې زه لـﯦـکوال دا صلاحیت په ځان کې نه وینم. په دې لیکنې کښې بنسټـﯦـزه هڅه کـﯦـږي چې د افغانستان د ملي گټو پلویانو ته هر اړخـﯦـز انځور وښودل شې چې زموږ هیواد ته زموږ ملي ژبې کومې ګټې په ځان کې رانغاړي، او دا هم په هغه صورت کې چې د «فارسی» پر ځای دري ومنل سي، ځکه د فارسي پر تندي باندې له ډیرې مودې را په دېخوا د فارس ( اوسني ایران) ټاپه وهل سوې. په کار ده چې رسمي ژبو (دري او پښتو) ته، لا نوره او ډېره جدي پاملرنه واړول شي او تر حده کوښښ وشي چې پښتو او دري ژبې په پرېکنده او مستقل ډول د تل لپاره په اطلاعاتي تکنالوژۍ کښې شاملې شي. په هغه حالت کې چې افغانان د پوهې او خبروالي په رڼا کې په خپلو ملي ژبو، نه د ایران په « فارسۍ»، بسیا وي او ورباندې ډډه ولگوي نو په اطلاعاتي تکنالوژۍ کې د ملي ژبو ادغام لاندینې لوړې گټې له ځان سره بدرگه لري : • د ایران له فرهنگي دیکتاتورۍ څخه خلاصون. د ایراني شؤونیزم د درو گونو برتریو له هڅو څخه یوه ېې د ژبې موضوع ده.( د زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره لاندیني لینکونه وگورئ، لاندې لیکنې په دري ژبې دي ) : د ایران د درې بعدي شؤونیزم ارزونه – لومړی برخه د ایران د درې بعدي شؤونیزم ارزونه – دویمه برخه د ایران د درې بعدي شؤونیزم ارزونه –وروستۍ برخه دې موخې ته د رسیدو لپاره، دوی په ټولنیزو رسنیو (ورځپاڼو، راډیو، تلویزیون او ...) کې د پهلوي فرهنگي یرغل له لارې چټکې هڅې کوې چې ایرانۍ فارسي، د اطلاعاتي تکنولوژۍ په توگې د سیمې په کچې پر نورو باندې ومني او په دې لارې کې له لاندنیو لاروچارو کار اخلي: ۱. د مایکروسافت له سیمه ېیز پروګرام LLP څخه د پښتو ژبې ایستل. هماغسې چې پورته یادونه و شوه، د پښتو دیسپلی ورژن په نويو آپیریتینگ سیستمونو کښی د مایکروسافت آفِس کښی نه شي تر لاسه کـﯦـدای، که په راتلونکو ورژنونو کې هم په دې ډول پر مخ لاړه شي، نو مایکروسافت به د پښتو د ژبې د سیمه ېیز پروگرام لغوه کـﯦـدل هم عملي کړي. ۲. د دري په ډاتابیس کې د دري ژبې لپاره د نامأنوسو اصطلاحاتو ورگډول هغه هم په دې ډول چې نور به د فارسي ژبې تر څنگ د دري د ژبې شتون ته هـﯦـڅ اړتیا نه وي. ۳. په ایرانۍ فارسي د لارښوديزو پروگرامونو ژباړه او د پروگرامونو وده او د انشایي، املایي، گرامري، او لهجوي غلطیو کنترول او د ږغ پیژندنې او بیان ډیزاین. دا ډول یادې شوې کړنې په پرېکنده او مطلق ډول سره د افغانستان له لوړو گټو سره په ټکر کې دي او اړینه ده چې مخه ېې ژر تر ژره د ټولو وسیلو په کار اچولو و نـﯦـول شی. که نه نو په نـﯦـږدې راتلونکي کې به داسې یو نسل ولرو چې د بل لاس ته به ګوري او د ایران په فرهنگ پورې به تړلې یو نسل وي. • اقتصادي، تخنیکي او علمي. هماغسې چې په تـﯦـرو برخو کې وویل شول، آپریتینگ سیستمونه د کمپیوټرونو منجمنت په غاړې لري چې په دوی کې د یوې ژبی له ادغام سره جوخت هغې ژبې ته د سافتویرونو د ادغام آسانتیا برابروی. دلته ده چې د نوې ژبې د امکاناتو له لارې زر هاوو پروګرامونو ته، د سمارتفونونو او نورو ماشینونو په وسیلې وده ورکول کیږی، چې د همدې درج شوې ژبې لپاره په زرګونو کسبونه او شغلونه پنځول کـﯦږي چې نه یوازې له اقتصادی اړخه د ددغو هـﯦوادونو په گټه ده، بلکه د ژبنۍ د ودې، تخنیک او ان له عملي اړخه پنځوونکې ده. د دې لیکنې بنسټیزه موخه یوازې له کمښت څخه انتقاد نه ده، بلکه یو جدی خبرداری دی چې د مسؤولینو او د افغانستان د هــﯦـوادپالو کړېو پام ورته راواړول شي تر څو له هغو خطرناکو او منفی عواقبو څخه خبر شي چې د هیواد له راتلونکي سره اړیکي لري. په دې اړوند یو پنځوونکی وړاندې دا دی چې : لومړی - دا ملی پروژه چې د ځینو ملحظاتو پر بنسټ بی لاري ښکاري، په ټپه ولاړه ده، باید هر څه ژر په مجدده توګه، د افغانستان د حکومت د صلاحیت د خاوندانو او مقامونو تر لاس لاندې راشي. د حکومت د اړوندو مقامونو څخه دا پوښتنه کیږی چې د اړینو گامونو په اوچتولو دې په آپریتینگ سیستمونو، سافت وییرونو او داسی نورو اپلیکیشنونو کې شته نیمگړتیاوې لـﯦـرې کړي. دویم – د ملي ژبو د معیاري کـﯦـدلو او په پراخ ډول د پورته یادو شویو نیمگړتیاوو د لیری کولو لپاره زموږ هیواد باید د هندوستان د ستر هیواد له تجربو څخه کار واخلی چې په اوسنۍ نړۍ کښی د اطلاعاتي تکنالوژۍ له مخکښانو څخه په سیمه کښی شمیرل کیږي او له نیکه مرغه د افغانستان یو پيژندل شوي تأریخي دوست هم دی. موږ په دی باور یو، که دوست هیواد هندوستان، په دې شرایطو کې د همکارۍ او مرستی لاس زموږ خواته راوغځوي، نو د اطلاعاتي تکنالوژۍ په برخې کښی به د افغانستان د دولت غوښتنه ومني چې ځوانانو ته مسلکي روزونه ورکړي. د دی موخی د سر ته رسیدو لپاره، باید یوه ډله د افغانانو د کمپیوتر ساینس د متخصصینو او ژب پوهانو له منځه جوړه شي او د هندوستان د مشهوری مؤسسی «Bhash» (*) تر تدریس او مسلکی تمرینونو لاندې دې راوستل شي، چې په نـﯦـږدی راتلونکي کې دا وړتیا ولري چې د رسمي ژبو (پښتو اودري) د هر اړخیزې ودې لپاره یو په صلاحیتونو سمبال «Afghan-LIP» په افغانستان کښی په آپریتینگ سیستمونو او د سافتویر آپلیکیشنونو کې جوړ کړي، او دا ډول ملي پروژه چې د افغانستان په راتلونکي کې ډیر اهمیت لري، له اوسني په تپه درېدلي حالت څخه وباسي. د پښتو او دري اصطلاحاتو په برخې کې کیدای شي دوه وو قاموسونو ته ځای ورکړو دا : «تخنیکي انګلیسي قاموس په پښتو او دري» او « ایراني فارسي اصطلاحات د افغانستان په دري» قاموسونه دي چې د ښاغلو رحمت آریا او ولي احمد نوري په هڅو او زیار د ترتیب په حال کې دي او د افغان جرمن آنلاین پورتال د «قاموسونو» په څانگې کې تر کار لاندې دي. ، دا قاموسونه همدا راز هغو افغانانو ته هم مرسته کولای شي چې په ننی اطلاعاتی تکنالوژۍ کې د هیواد د ملي ژبو په محلي کولوباندې کار کوي. یادونه:  ددې لپاره چې د هیواد او د افغانستان د پرگنو په وړاندې زموږ ملي او افغاني دنده سر ته ورسیږي، د دې لیکنې نسخې چې پکښی د هیواد مهمې ملي موضوع ګانې وړاندې شوي، د افغانستان د مسؤولو مقامونو او د هیواد یو شمیر با خبرو او پوهانو ته استول کیږي، څو د مقامونو د مسؤولینو او د وطن د پوهانو پاملرنه ځانته راواړوي (د لیکنو پخوانۍ برخې د لاندی لینکونو په کلیک کولو سره کولای شئ ولولئ. لاندی لیکنی هم په دری ژبی لـﯦکل شوي دي. که چیرې کوم ګران لوستونکی د دی موقع پیدا کړي چې پاتې برخې هم پښتو ته وژباړي نو له هغه یا هغې به ډیر منندوی اوسم. مننه)  تیری برخی : لمړی برخه – دوهمه برخه – دریمه برخه ـ څلورمه برخه – پنځمه برخه (*) \"مایکروسافت – India\" یو پورتال د “Bhash“ په نوم لري، چې راتلونکو نسلونو ته د هندوستان د ژبو تقویه د کمپیوتر د تکنالوژی په وسیله د ۱۵ زرو ودی ورکوونکو (Developer)، په واسط ایجاد شوی دی. د دې پورتال موخه د سافت وییر د ودې، د ټولنې جوړونکو او په دی برخې کښې د ژبې د څیړونکو او د هندوستان د ژبو د استفادې لپاره ده، تر څو د اطلاعاتی تکنالوژۍ په برخې کښی خپله ونډه ادا کړای شي. پای د دی لیکنې لـﯦکوال د KIT ـ پوهنتون «د کارلسرو انستیتوت د تکنالوژۍ لپاره» د الکتروتخنیک په رشتې کې زده کړه کړې او اوس د دیپلوم انجنیر په توګه د زیمنس په کمپنی Siemens AG کښی د سیستمونو د آتومیشن Automation Systems د چارو په برخې کښی کار کوي او ورسره جوخت د مایکروسافت د سیستمونو انجنیر MCSE هم دی چې « د ودې د شبکې MSDN غړیتوب » لري. همدا رنګه لـﯦکوال د افغان جرمن آنلاین د متصدیانو د ډلې غړیتوب هم لري.