دعبدالوهاب سرتیردادبی اوشعری فعالیتونوپه ویاړ ادبی غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51836
نیازی
دخبریدو نیټه : 2012-10-16


دصدیق الله فدایی دکنفراسونو تالار په مونشن\\آلمان کی

د افغانستان په معاصره شاعرۍ کې زموږ تکړه او خوږ ژبې شاعر ښاغلی عبدالوهاب سرتیر هغه ملي، ټولنیز او ادبي سټه ده چې د ده د نوم سره زموږ د ادب او فرهنګ مینه وال آشنا دي.
 ده په رادیوتلویزون کې د شاعرۍ تر څنګ د خپل کار په موده کې په سلګونو لیکنې ، ګذارشونه، مرکې او دیالوګونه لیکلې دي . سرتیر صاحب همداسې یو شمیرښکلې او په زړه پورې رادیویي خپرونې هم جوړې کړې دي . دی په رادیو تلویزون کې د بیلابیلو خپرونو لیکونکئ، ویونکئ، او چلوونکئ وو.
 له (۱۳۴۳) لمریز کال راهیسې د ده شعرونه د هیواد په رسنییو کې خپره شوي او خپریږي او ده خپل قلم په دې لاره کې تر نن ورځی اوچت ساتلی دی .
 د ښاغلي سرتیر په شاعرۍ کې ملي ولولې اوجذبې، پاک او سپیڅلي وطني احساسات، بشر دوستي، د انسان او انسانیت سره، د پښتون او پښتنولي سره ژوره مینه او خواخوږي د شاعرانه ملي احساساتو په څپو کې له ورایه راڅرګندیږي، او همداسې د ده په شاعرۍ کې د انساني او اخلاقي موضوګانو نور اړخونه په ډیرو ښکلو انځورونو کې ترسترګو کیږي
 ټاکل شوی ده چی ښاغلي سرتیر دشنبی ورځ داکټوبر په ۲۰ نیټه دماښام پ ۷ بجو په نومو ړی تالار کی یوپه زړه پوری ادبی اوشاعرانه ما ښامئ دادب اوشعر له مینه والو سره په ګډه جوړاودادب اوکلتور شمعی بلی کړی .
 ددغی پرتمنی غونډی اوشاعرانه ما ښامي بهیر به دښاغلی مستقل له خوا چی دهمدغی غونډی دګډون په موخه داسلوله ښار څخه مونشن ته راځی ، په یوټوب کی دافغان ټوب په نامه یوبریښنا یی کانال لری دانتټرنیټ دڅپو له لیاری به یی مينه والو ته خپور کړی .دټولو هیوادوالوشعر اوادب مينه والو څخه هیله کیږی‎ چی په ټاکلی وخت اونیټه په خپل ګډون سره داادبی اوشاعرانه ما ښامئ رنګین او بډای کړۍ .
 د زیاتومالوماتو لپاره دښاغلی صدیق الله فدایی سره په لاندی پته اوټیلیفون نمبر اړیکی ټینګولای شۍ :
 

Machtlfingerstr. 10, 81379 München
U3- Haltestelle: Machtlfinger Strasse
Tel: ( 089) 281724
0151-50413594


( نیازئ)