په كندهار كې د ګل پاڼي او نورو سندرغاړو كنسرت جوړيږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 51867

دخبریدو نیټه : 2012-10-20

په كندهار كې ف فضلي پروډكشن او د لوى كندهار ويښ ځوانان په كندهار ښار كې سندريز كنسرت جوړوي .

په دې سندريز كنسرت كې د خيبر پښتونخوا تكړه سندرغاړي هر لكه ګل پاڼه ، نيلو ، اسما لتا، كرن خان ، سپوږمۍ ، خالد ملك او د افغانستان تكړه سندرغاړي وياند هنر جو او ايمل پوپل ګډون كوي .

نوموړي كنسرت د نومبر پر دريمه ، څلورمه او پنځمه نيټه پوره درې شپې دى .

ځاى : كندهار ښار ، تاج محل صالون .

د ټكټ بيه ۹۹۹ افغانۍ .

د ټكټونو د تر لاسه كولو ځايونه

كندهار ښار : كافي شاپ ، سټډيوم ته نژدې ارشاد فاسټ فوډ  او په عينو مېنه كې ارشاد فاسټ فوډ .

سپين بولدك : د تيلو بازار د فاروقي شفاخاني ته نژدې د نقيب الله  د پرچون دكان .

د ارزګان ولايت مركز ترينكوټ : ښايسته ميوزيك سنټر .

كلات : د صرافانو كوڅه ، د ځوانانو مديريت .

هلمند : لښكرګا ښار سينما چوك د ځوانانو مديريت .

په دې كنسرت كې د د ډورنډ د كرښي د ها خوا  د ټول بلوچستان  اوسيدونكي هم ګډون كولاى سي .