داود اعظمي ته دپکتیا دوالي جمعه خان همدرد دمبارکی پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52065
روح الله سمون
دخبریدو نیټه : 2012-11-08

د سلاکار وزیر او پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد د مبارکۍ پیغام
کله جی  می  دځوان ، تاند ، تکړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی داوود اعظمی  د ځوان تکړه رهبر د جایزی په اړه واوریدل ، خدای شاهد دی خورا خوشحاله شوم
د داوود اعظمی له غږ سره یواځی زه نه بکله ټول افغانان پوره بلد تیا لری ، د بی بی سی راډو د ټولو تکړه او زیار کښو کارکوونکو ترڅنګ داوود اعظمی هغه ځوان دی چی د بی بی سی راډیو په اوریدونکو کی یی ریاتوالۍ راوستۍ دی
زمونږ ټولو ځوانانو ته که زمینه مساعده شی هر یوبه هڅه وکړی ترڅو ستری لاسته راوړنی راوړی او هیواد ته د ویاړ شمله وګرځی
په اروپا کی د پینځه سوه میلیونو وګړو ترمنځ هغه هم یو افغان له څلویښت کلونو ټیټ مشرتابه غورچاڼ کی د یو افغان بریا د ځوان مستعد په توګه څه آسانه خبره نه ده
زه په سر کی  ښاغلی اعظمی  ، د اعظمی له اړه  دده کورنۍ ، د بی بی سی ټولی اداری او کارکوونکو ، دده ملګرو او ټولو هیواد والو ته د زړه له کومی مبارکی وایم
خدای دی ده ته اوږد ژوند ورکړی ترڅو د افغانانو او افغانستان نوم په ټوله نړۍ کی وځلوی
په خورا درنښت