د علامه رښتين د تلين اووم کال ياد غونډې ته د سلام فرهنګي ټولني پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5210

دخبریدو نیټه : 2006-01-18

د علامه رښتين د تلين اووم کال ياد غونډې ته د سلام فرهنګي ټولني پيغام
د وياړ يادونه د شتون يادونه ده ؛ يوازې هغه څوک ، هغه اولس او هغه ټولنه د خپلو وياړونو يادونه کولای شي چې شتون يې رښتينۍ وي . له بله اړخه ديوې ټولني دوياړنو پيژندنه د هغه اولس او ملت د ښې پيژندني بنسټيزه لار ده ، ځکه د اولسونو لپاره د وياړونو نمانځنه د هغوۍ د پايښت اړتيا ګڼل کيږي . او اوس د نړۍ ټول اولسونه او هڅاندي ټولني د تيرو وياړونو ياد ، نه هيروي او لا د نويو وياړونو د زياتيدو په هڅوکي پر مخ ځي .
د نړۍ ويښ او پوه اولسونه او ملتونه د وياړونو د نمانځني څخه د هر اړخيزي ګټي پورته کولو چارو ته پام کوي . وياړونه د نوي نسل لپاره د الهام اخستلو په نيت نمانځي ؛ د وياړونو نمانځنه کوي تر څو هغه ښه وپيژني او د نويو وياړونو د ترلاسه کولو او خپلولو لارې په ګوته کړي ؛ وياړونه نمانځي چې د خپل اولس ګډ شتون او برخليک په هغو کي برملا کي ؛ او په دې ډول د وياړونو د نمانځني نورو اړخو نو ته پام کوي او د نمانځنو لړۍ پر له پسې ساتي . افغان اولس هم د نورو اولسونو په څير حق لري او دادۍ ګام پر ګام وړاندي ځي ، څو د نړۍ د ويښو ملتونو سره څنګ پر څنګ د خپل هيواد وياړونه ونمانځي .
استاد پوهاند رښتين د افغانستان له هغوپنځو سترو پوهانو څخه يودۍ چي ، نوم يې په هيواد کې د پوهي او روڼ اندۍ سره تړلۍ ياديږي . دپوهي د خپرولو او د ظلم او تاريکۍ د ورکيدلو لپاره د استاد هڅې د افغان اولس ستر وياړ او د افغاني هويت شمله ده . زموږ باور دادۍ چې د علامه پوهاند رښتين د تلين اوم کال نمانځنه به د هغه ستر استاد د څو بعدي شخصيت د هر اړخيزي څيړني لاره پرانيزي . د استاد پښتني سپيڅلتوب ، هيواد ته د خدمت هوډ ؛ د اولس لپاره بلهاري او زيار ؛ د خدای بخښلي علامه رښتين هغه ځانګړتياوې دي ،چي د هيواد اوسني او راتلونکو نسلونه به يې دخپل ژوند رښتينې تګلاره وګرځي .
د سلام فرهنګي ټولني اړوندان د خدای بخښلي پوهاند رښتين سپيڅلي روح ته د درناوي سر ټيټوي او د ياد غونډي ګډونوالو ته د بري دعاکوي .


په درنښت
د سلام فرهنګي ټولني مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
اسن ، نيدرلند
١٨\٠١\٢٠٠٦