د ښــــځې پـه هــکله مـلغلـرې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52332
کوشان ساپی
دخبریدو نیټه : 2012-11-29

 
ـــــــــــــــ
ښې چارې او نېکې هيلې
د يو نارينه له پاره ښــځه مور ده، خور ده، مېرمن ده، لور ده او ملګرې. ښځه د نارينه د سترګو تور ده، د زړګي سر ده او د سر تاج. ښځه زمونږ غـم ده، زمونږه خوښۍ ده او زمونږ ډاډ. ښځه د نارينه د ژوندانه د لارې مل ده او د کور رڼا. ښځه مينه ده او مينه سپېڅلې ده.
زه هم ښځو سره مينه لرم. داسې مينه چې له احترامه ډکه ده.
وايي :
خدای لمړی ځمکه خلقه کړه او بيا يې نارينه او ښځه. نه دا چې ظالم او مظلوم.
د تاريخ په اوږدو کې له بده مرغه د ښځو په حق کې ډير زور رياتی شوی دی. په ډيريو کلتورونو کې ښځه د نارينه ملکيت ګڼل شوې او داسې چلند ورسره شوی چې ته به وايې ښځه انسانه نده، بلکې يو څو کيلو اډوکي او غوښه ده. سره له دې چې له تېرې پېړۍ راهيسې د ښځو حالت يو څه ښه شوی، خو بيا هم د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې ښځې د خپلو بشري حقوقو محرومې دي. د دې له پاره چې په دغو هيوادو کې د ښځو حالت بدلون ومومي، اړين ده چې د ښځو روح او روان وپېژندل شي.
له دې کبله غواړم تاسي ته د هغه پوهانو، فيلسوفانو او هنرمندانو ملغلرې وړاندې کړم چې د ښځو په هکله يې ويلي دي. هيله ده خوښ مو شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـ هاغه وخت چې ښځو ليک او لوست زده کړو، بيا په نړۍ کې د ښځو د بشري حقوقو خبره راپورته شوه.
( ماري فون اشنباخ)
ـ بې له ښځو، نه شپه تېرېږي او نه ورځ.
( جاپاني ملغلره)
ـ د ښځې طبعيت لکه سمندر غوندې دی. يوه وړه تيګه پکې ډوبېږي، خو يوه لويه کېږدۍ نه.
( .... )
ـ ښځې په ماغزو کې يو مضمون لږ او په زړه کې يو احساس ډير لري.
( نيکولاس سبستيان روخ چمفورت )
ـ ښځه لکه سوری دی. که وغواړې چې ويې نيسې؛ کږېږي، او که وغواړې چې ترې ځان بېل کړې، شا ته دې روانه وي.
( سويډني ملغلره )
ـ يواځې هغه څوګ چې مينه پېژني، ښځه درک کولی شي.
( لېوپولد شېفر )
ـ خدای ښځې له دې کبله خلق کړي چې نارينه رام کړي. ( ولتېر )
ـ ښځې کولی شي هر څه لاس ته راوړي. ځکه دوۍ په هغه چا واکمن دي چې د هر شي واک يې په لاس کې دی.
( فرانسوي ملغلره )
ـ نارينه په نړۍ او ښځه په نارينه واک چلوي. ( هسپانوي ملغلره )
ـ خدای ښځه يې د نارينه له ککرې نده جوړه کړې چې نارينه پرې امر کوي، او نه يې د نارينه له پښو جوړه کړې چې تل يې مرييي وي. بلکه خدای ښځه يې د نارينه له اړخه جوړه کړې، هغه برخه چې زړګي ته نږدې ده.
( تالموند )
ـ ښځې هم لکه ماشومانو غوندې هغه وخت ډيرې مينې ته اړتيا لري چې لايق يې ندي.
( وارويک ډيپينګ )
ـ يوه ښځه بايد تل ځوانه ښکاره شي، په ښه ادب چلند وکړي، لکه يو نارينه غوندې اند وکړي او لکه يو اس غوندې کار.
( کارولينې کلاين سيمون )
ـ ښځه په ماشومتوب کې زمونږه ملاتړي دي، په ځوانۍ کې زمونږ خوښۍ دي او په زړښت کې زمونږ ډاډ.
( پېترو اريتينو )
ـ هر څومره چې يو پېر ناوړه وي، هموغومره د ښځو سپکاوی په کې ډير وي.
( ژان پال )
ـ نارينه د ښځې له پاره يواځې يوه وسيله ده، د ماشوم د ځېږولو په موخه.
( فريدريښ نيچې)
ـ چې ښځې څخه دې روان يې ، نو قمچينه دې له هېره مباسه.
( فريدريښ نيچې )
ـ ښځې زمونږه دردونه اسانوي، زمونږه خوښۍ دوه برابره کوي، خو زمونږ مصارف درې برابره کوي.
( جېمز سندرز )
ـ بې له شکه چې اوسمهال ښځې د ډيرو حقوقو خاوندانې شوي دي. خو پخوا د ډير واک خاوندانې وې.
( .... )
ـ يوه ښځه بې له مېړه داسې ده لکه يو کب بې له بايسکل.
( امريکايي ملغلره )
ـ هغه ښځه چې يوې معما ته ورته نده، ښځه نده. ( تېودور فونتانې )
ـ هغه څوګ چې ښځو د پېژندلو ادعا کوي، ښاغلی ندی.
( برنهارد شا)
ـ د ښځو په هکله يواځې د نارينوو سره وغږېږه.
( فريدريښ نيچې )
ـ ته هېڅکله نشې پوهېدی چې په يوې ښځې کې څه وخت ښاپېرۍ او څه وخت شيطان غږېږي.
( هاينري هاينې )

ـ که ستاسو مېرمن ستاسي خبره نمني او لجاجت کوي، نو تر هر څه د مخه يې په الفاظو وپوهوئ. که چېرې ښځې بيا هم لجاجت وکولو، نو د خپل له بستر نه يې وباسئ. که بيا هم ښځه اصلاح نشوه او له لجاجت څخه يې لاس وانخست، بس ښه يې وډوبوئ .
( الله ج )
ـ هغه څوګ چې يوه ښه، ښايسته او هوښياره ښځه غواړي، يوه نه بلکې درې غواړي.
( اوسکار وايلډ )
ـ ډيرۍ ښځې اصلا نپوهېږي چې څه غواړي، خو دوۍ مصمم دي چې حتما يې لاس ته راوړي.
( پېتر اوستينوف )
ـ ښځه هغه ريفري ته ورته ده چې کله ـ کله زېړ کارت ښکاره کوي، خو هېڅکله سور کارت نه ښکاره کوي.
( مارسېلو مسترو ياني )
ـ يوه ښځه د هغه پيسو په پرتله چې مېړه يې ګټي ډير مصرف کوي، تر څو خلګ باور وکړي چې د دې ښځې مېړه ډيرې پيسې ګټي، تر هاغه چې ښځه يې مصرفوي.
( دني کايا )
ـ که غواړې چې د يوې ښځې په هکله پوره مالومات تر لاسه کړې، پوښتنه ترې مه کوه.
( .... )
ـ ډيرۍ ښځې دا هڅه کوي چې خپل مېړه ته بدلون ورکړي، خو کله چې مېړه يې بدلون وکړو، بيا يې نخوښوي.
( مارلينې ديتريښ )
ـ د دوه ښځو ملګرتيا، يعنې د درېيمې ښځې سره دښمني. ( ... )
ـ ښځه د ټولنې هغه ډيرکۍ برخه جوړوي چې ورسره په ټولنه کې د لږکيو په شان چلند کېږي.
( ليزا کرايمر )
ـ ښځې هم په زړه پورې غوښتنې لري. دوۍ غواړي چې ته يې عمر له هېره وباسې، خو د ځېږېدو کليزه يې تل په ياد ولرې.
( کارل فارکاس )
ـ ښځې د زړښت نه وېره نلري، بلکې د هغه اندوواند(فکر او خيال) نه وېره لري کوم چې نارينه يې د زړو ښځو په هکله لري.
( ژينې موريو )
ـ ښځه هغه وښ ده چې د هغې په مرسته مونږه د ژوندانه له دښتې تېرېدی شو.
( بن ګوريون )
ـ لمړی خدای نارينه خلق کړو او بيا ښځه. کله چې ښځه خلقه شوه نو د خدای زړه په نارينه وخوږېدو، ځکه نو يې تنباکو د نارينه له پاره خلقه کړه.
( مارک ټوېن )
ـ د نارينه تر ټولو ښايسته شی هغه ښځه ده چې څنګ ته يې ولاړه ده.
( هنري کسنجر )
ـ د يوې ښځې کرکتر هغه وخت ښکاري چې مينه ختمېږي. نه هغه وخت چې مينه پيلېږي.
( روزا لوګسومبورګ )
ـ د يوې ښځې له پاره ښايست ځکه تر هوښيارۍ مهمه ده چې نارينه ته کتل اسانه دي، تر اند کولو .
( ليل د ګور )
ـ ځنې ښځې ځکه لا تر اوسه مجردې پاتې دي، چې دوۍ لا تر اوسه ندي پوهـ شوي چې څنګه خپله هوښياري پټه کړي.
( .......... )
ـ هغه هنداره چې ښځه ورباندې باور لري ، د نارينه سترګې دي.
( سيګموند ګراف )
ـ که د دوه ساعتو له پاره د يوې ښکلې ښځې سره کښېنې، درته دوه دقيقې ښکاري. که د دوه دقيقو له پاره په يوې سرې تبۍ کښېنې، درته دوه ساعته ښکاري. دې ته وايي د نسبيت تيوري.
( البرت انشتاين )
ـ سره له دې چې ما دېرش کاله د ښځو د روان او روح په هکله پلټنه کړې، خو بیا هم زه دې پوښتنې ته ځواب نشم ورکولی چې :
دا ښځې اصلاً څه غواړي؟؟؟
( سیګموند فروید )
ـ که دې شا ته يو ښځه د ملاتړ په موخه ولاړه نده، په دې نړۍ کې برياليتوبونه نشې تر لاسه کولی.
( اوسکار وايلډ )
ـ که غواړې چې د خپلې مېرمنې پام دې ځان خوا ته راواړوې، نو یوې بلې ښځې سره په خبرو بوخت شه.
( لیزا مینېلي )
ـ د ژوندانه په هغو پرېکړو کې چې ډيرې مهمې ندي، ما تل ټول فکتورونه په پام کې نيولي. خو د ژوندانه په مهمو پرېکړو کې لکه د ښځې او دندې په ټاکلو کې مې تل د زړګي اواز اورېدلی.
( هربرت نيوتن کاسون )
ـ که غواړې چې پرمختګ وکړې، نو د خپلې ښځې دې پوښتنه کوه.
( برتانيايي ملغلره )
ـ ايا د ښځې ارزښت تر نارينه لږ دی؟
که څوګ غواړي دا پوښتنه ځواب کړي، نو دا دې هم روښانه کړي چې ايا د اور ارزښت تر اوبو لږ دی؟؟
( کارل لودويک شلايښ )
ـ یوه ښځه یواځې هغه وخت پېژندلی شې چې محکمې کې ورسره مخامخ شې.
(نورمن مایلر)
ـ تجربه نارينه هوښياروي او ښځه زړوي. ( هنري دې مونترلنت )
ـ دا جذابیت دی چې ښځې ته ښایست وربخښي. ( والتر فوګل وایدې )
ـ د یوې ښځې جذابیت د هغې له ( نه ) ویلو ښکاري. ( سر البک کوېنیس )
ـ ښځې هم ناممکنې غوښتنې لري. دوۍ غواړي چې ته د دوۍ عمر له هېره وباسې، خو د ځېږېدو کليزه يې تل په ياد ولرې.
( کارل فارکاس )
ـ د ښځو په حافظه کې هغه نارينه تلپاتې وي چې ورسره يې خندلي دي.
( انتون چېخوف )
ـ ښځې په تړلې خوله هم دروغ ویلی شي. ( یهودي ملغلره )
ـ هغه څوګ چې وايي زه په خپل ځان حاکم یم، پیاوړی دی. هغه څوګ چې وايي زه په خپلې ښځې حاکم یم، دروغ وايي.
( لي بای )
ـ څلور شيانو نه دې ځان وساته چې سړی ړوندوي :
١ ـ د پادشاه له اعتباره
٢ ـ د ښځو له چاپلوسي نه
٣ ـ د دښمن له مسکا نه
٤ ـ د ژمي له ګرمۍ نه
د دې څلور شيانو پايښت ډير لنډ دی.
( .... )
ـ د ښځې تر ټولو ناوړه دښمن، ښځه ده. ( هنري دې مونتر لند )

ـ که غواړې چې یو زوړ سړی په شرافتمندانه توګه ووژنې، بس یو ځوانې انجلۍ سره یې نکاح کړه. ( دریم فریدریښ )
ـ ښایسته ښځه د سترګو خوښېږي او ښه ښځه د زړه. یوه لکه جوهر ده او بل لکه ګنجینه.
( ناپلیون )
ـ هغه څوګ چې طالع لري، ملګري سره مخامخېږي. هغه څوګ چې طالع نلري، یوې ښایسته ښځې سره مخامخېږي.
( ... )
یوه ښځه که عبادت کوي، پروا نلري. خو که یو نارینه عبادت کوي نو یا ډیر سوډر (احمق) دی او یا ډیر هوښیار.
( .... )
ـ د قمار او د يوې ښځې د مينې له کبله سړی غلا کوي. ( فرای دنک )
ـ که غواړې چې یوه ښځه وغولوې، نو ورته ووایه چې مېړه دې تا سم نشي درک کولی.
( کازانوا )
ـ یوه ښځه کولی شي سل نارینه وغولوي، خو یوه بله ښځه نشي غولولی.
( میشېل مورګان )
ـ کله چې د رحمان مېرمن مړه شوه، نو رحمن باید ورته د جنازې دود او دستور ادا کړی وی. خو رحمن داسې عادت شوی وو چې د ژوندانه ټول کارونه او اړتیاوې ورته مېرمنې پوره کول. رحمن په غم ناست وو چې یو پځوانی ملګری راغی او ورته یې وویل چې ما ته پیسې راکړه چې زه ستا د مېرمنې د جنازې بند و بست وکړم. رحمن چې سر یې په مېز ایښی وو او له سترګو یې اوښکې تویېدې وویل چې:
پیسې مې مېرمنې څخه دي.
( هاینریښ فون کلایست )
ـ د ښځو تر منځ ملګرتیا یواځې ډزبندي ده. ( ... )
ـ يو بد مېړه کېدی شي چې يو ښه پلار وي. خو يوه بده مېرمن نشي کولی چې ښه مور وي.
( چينايي ملغلره )
نارينه هغه وخت پوره انسان شي چې د ښځې او ماشوم خاوند شو. بې له ښځې او ماشوم نارينه هېڅکله د ژوند تروې او خوږې نشي پېژندلی.
( جورج موريتس ېبرز )
ـ ښځه نارينه سره او نارينه له خپل بزنس سره واده دی.( هندي ملغلره )
ـ ښځه د مېړه له کوره يا جنت جوړوي او يا دوزخ. ( کرواتي ملغلره )
ـ هغه ښځه چې يو لرغون پوهـ سره واده ده، بايد ځان ډير نېکمرغه وګڼي. ځکه هر څومره چې ښځه زړېږي، د مېړه له پاره لا ډيره په زړه پورې کېږي.
( اګاتا کرستي )
ـ هر ښځه غواړي چې خپل مېړه تر کنترول لاندې ولري، خو خپل ځوي ته دا هيله کوي چې خپله ښځه تر کتنرول لاندې ولري.
( ... )
ـ هغه ښځه چې په دې پوهـ شوه چې خپل مېړه باندې رياست چلول ګټه نلري، له ډيرو پرابلمونه نه يې ځان ژغورلې ده.
( ميشل مورګان )
ـ نېکمرغه واده هغه دی چې ښځه پکې لږ غوندې ړنده او مېړه پکې لږ غوندې کوڼ وي.
( ګوردان ډين )
ـ يوه مينه ښځه هغه څه هم اورېدلی شي چې لا تا ندي ويلي.
( ادريانو چلنتانو )
ـ دوه ښځې چې سره یو ځای شول، محکمه جوړه شوه.
درې ښځې چې سره یو ځای شول، ګردی مېز جوړېږي.
څلور ښځې چې سره یو ځای شول، پوره یو بازار جوړ دی.
( فرانسوي ملغلره )
ـ د ژوندانه په دوه پړاونو کې نارينه ښځه نشي درک کولی. مخکې له واده او ورورسته له واده.
( رابرت لمبېکې )
ـ که غواړې چې ښځه وکړې، نو د سترګو نه ې د غوږونو مشورې ته پام اږده.
(.... )
ـ که د کور مزدوره دې مېرمن شوه، د کوره دې شړي. ( ... )
ـ هغه مېړه چې خپلې مېرمنې باندې يې يو ځلي لاس پورته کړو، نو دا به يې وروستی ځل نه وي .
( ... )
ـ نشه ښځه په کټ کې ښاپېرۍ ده. ( ... )
ـ ښځه چې مړه شوه خسرخېلو سره خپلوۍ ختمېړي. ( ... )
ـ که زما منې، نو واده وکړه. که دې ښه ښځه وکړه نېکمرغه به شې او که دې بده ښځه وکړه فيلسوف به شې.
( سقراط )
ـ زه په لويو خبرو او کارونو کې پرېکړه کوم او زما ښځه په وړو کې. او دا پرېکړه چې څشی لوی او څشی وړوکی دی، زما ښځه يې پرېکړه کوي.
( .... )
ـ که يوه ښځه درته غږېږي نو ورته مسـکا کوه، خو خبرو ته يې غوږ مه نيسه.
( ... )
ـ سل نارينوو سره جګړه اسانه ده، تر يوې ښځې سره شخړه.
( هونورې دې بالزاک )
ـ نارينه له ښځو تل هماغه يو شی غواړي، خو ښځې له نارينوو تل ځانګړی شی غواړي.
( سارا برنهارد )
ـ کله چې ښځې له خپل مېړه نه خر جوړ کړو، بيا ورته وايي چې اوس نو زمری شوې .
( هونورې دې بالزاک )
ـ نارينه د کورنۍ مشر دی، او ښځه د مشر د سر تاج ده.
( امريکايي ملغلره )
ـ نارينه ځکه واده کوي چې ستړي دي. ښځې ځکه واده کوي چې پلټونکي دي. له همدې کبله تر واده وروسته دواړه مايوسه کېږي.
( اوسکار وايلډ )
ـ ښځې مخکې له واده او نارينه وروسته له واده ژاړي.
( پولندي ملغلره )
ـ د يوې ښځې په ژوند کې يواځې د هغې ځواني حسابېږي.
( هنري دې مونتر لنت )
ـ ښځې ته ماشوم ځېږول داسې ده لکه نارينه ته چې جګړه ده.
( هندي ملغلره )
ـ هوښياره ښځه هغه ده چې د مېړه شاته روانه وي. بېتفاوته له دې چې مېړه يې کومې خوا ته روان دی.
( عربي ملغلره )
ـ په هغه وخت کې چې خدای هوښياري وېشله، ښځه تللې وه چې ځان سينګار کړي.
( ... )
ـ که سړی په خپلې ښځې مين هم نه وي، بيا هم د طلاق په وخت ورته داسې ښکاري چې يو ارزښتمن شی يې له لاسه ورکړو.
( جاپاني ملغلره )
ـ په نړۍ کې يواځې يوه توره ده چې هېڅکله يې زنګ نه وهي، او هغه د ښځې ژبه ده.
( ارمني ملغلره )
ـ د شپې لخوا دې ښځې سره شخړه مکوه چې بيا به اړ يې شپه يواځې تېره کړې.
( چينايي ملغلره )
ـ هغه څه چې د شيطان له وسه پوره ندي، ښځه يې کولی شي.
( يوناني ملغلره )
ـ د يوې ښځې په تېروتنه کې مېړه هم يو څه شريک دی. ( ايرلندي ملغلره )
ـ په يوې کورنۍ کې نارينه سر دی او ښځه غاړه ده چې سر دېخوا او هاخوا ښوروي.
( پولندي ملغلره )
ـ له ښځې دې مشوره اخله، خو برعکس يې عملي کوه. ( روسي ملغلره )
ـ کوم ځای کې چې يوه ښځه شپېلی وهي، لس کليساګانې رېږدي. ( چکي ملغلره )
ـ که يوې ښځې (نه) وويل، د شايد مانا لري. که يې شايد وويل، د (هو) مانا لري. که يې (هو) وويل، هغه اصلا ښځه نده.
( چارلز دې تاليرند )
ـ دا نو په زړه پورې خبره ده چې يو سړی، چې هېڅ غــم نلري، ځي او واده کوي.
( وليم سومرست موګام )
ـ که غواړې چې نارينه په خبرو راولې، نو د اشياوو په هکله ورسره وغږېږه. که غواړې چې يوه ښځه په خبرو راولې، نو د افرادو په هکله ورسره وغږېږه.
( لودويک فولدا )
ـ ښځه، توپک او اس هېڅکله په پور مه ورکوه. ( ناپليون)
ـ کله چې خدای نړۍ جوړه کړه، نو بيا يې پکې نارينه او ښځه خلقه کړه. نه دا چې حاکم او محکوم، شتمن يا بې وزلی، عيسوي يا يهودي.
( لودويک بورنې )
ـ دا چې نارينه او ښځه په جنت کې څه کوي، هېچا ته روښانه نده. خو يوه خبره ډيره ډاډمنه ده او هغه دا چې دوۍ هلته سره واده نکوي.
( يوناتان سوېفټ )
ـ يواځني شي کې چې ښځې لا تر اوسه تر نارينه شاته پاتې دي، ګيره ده.
( يان شتاينبک )
ـ طبعت مخکې له دې چې ښځه خلقه کړي، د ګلانو په خلقولو يې تمرين کولو.
( امانوېل ويرتهايمر )
ـ يو نارينه په هغه شي باور لري چې کتلی يې شي، بویولی يې شي او لمس کولی يې شي. خو يوه ښځه په هغه شي باور لري چې احساسولی يې شي.
( اوګوستې رېنور )
ـ کوم ځای کې چې ښځه نشته، د ناروغ حالت ډير خراب دی.
( ... )
ـ يوې ښځې ته ښه دا ده چې د هغه چا سره واده وکړي چې دې باندې مين دی. نه د هغه چا سره چې دا په خپله ورباندې ميينه ده.
( عربي ملغلره )
ـ ښځه د ژوندون نغمه ده. ( ريچارد واګنر )
ـ د يو نارينه قهر او غصه په زورزياتي ختمېږي او د يوې ښځې په سوډرتوب.
( هنري دې مونتر لند)
ـ تر ټولو ښه ښځه هغه ده چې لــږ وغږېږي. ( عربي ملغلره )
ـ ښځې ډير نېکمرغه موجودات دي. ځکه دوۍ نارينه ندي چې يوې ښځې سره واده وکړي.
( ژرمېن مدامې دې ستيل )
ـ يوه ښځه تل دا هڅه کوي چې نور خلګ نېکمرغه کړي، تر دې چې خپل ځان نيکمرغه کړي.
( بوګوميل ګوليتڅ )
ـ يو نارينه بې له ښځې داسې ده لکه يوه ورځ بې له لمره. ( ... )
ـ هغه څوګ چې يو زوړ کور او ځوانه ښځه لري، هېڅکله نبېکاره کېږي.
( .... )
ـ نېکمرغه سړی خپله ښځه له لاسه ورکوي او بدمرغه سړی خپل اس.
( ... )
ـ زه له ښځو کرکه لرم. ځکه دوۍ تل خبر دي چې هغه او دغه شی چېرې دی، چې ته يې لټوې.
( اوېرېپيدېس )
ـ وه خدايه! دا نارينه خو دې ډير په زړه پورې خلق کړی. ځکه دوۍ په دې سوچ دي چې ښځه د دوۍ چوپړ له پاره خلقه شوې ده.
( ايدا هان هان )
ـ د هر نوميالي سړي او د هغه د ژوندون په هر پړاو کې او د هغه د هر برياليتوب شاته يوه پياوړې ښځه ولاړه ده.
( پرېنتيس مولفورد )
ـ معشوقې سره سړی ډيره مينه لري، ښځې سره لا ډيره او مور سره تلپاتې.
( ژان انتونې پېتيتسن )
ـ يوه ښځه تر هاغه وخت د دغه او د هغه شي کموالی نه احساسوي، تر څو چې يوه ملګرې يې خاونده شي.
( اوتو وايس )
ـ کله چې يوه ښځه پوهـ شوه چې يو نارينه يې شاته روان دی، بيا نور وروـ ورو ځي.
( اوتو وايس )
ـ ښځې د هر شي اټکل کولی شي. دوۍ يواځې هغه وخت تېروتنه کوي چې په يو شي باندې ډير سوچ ووهي.
( الفونسې کار )

ژباړه : کــوشــان ســاپـی
_________________

خپل مور ته مې په نېکه ګړۍ کې ډالۍ ده.

په درناوۍ او درنښت