اتصالات د ځوانو وړتیاوو په لټه کې دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52344

دخبریدو نیټه : 2012-11-30


کابل، د نومبر ۲۶مه نیټه ۲۰۱۲
اتصالات په افغانستان کې د مخابراتو په ډګر کې یوه ستره کمپنۍ ده، چې د  کرکټ په ډګر کې د ځوانو وړتیاوو د موندلو په لټه کې دی.د اتصالات کمپنۍ د ۳ ورځو یو کمپ د ځوانو کرکټ کوونکو لپاره په لاره اچولی دی، چې د افغانستان کرکټ بورډ، افغان کرکټ کوونکي او د اتصالات برانډ استازی حمید حسن لخوا به څارل کیږي.
د کرکټ تکړه لوبغاړی او تیز توپ اچوونکی حمیدحسن وايي، لوبغاړي به د هغوی د وړتیا او ذکاوت پراساس غوره کیږي. دافغانستان د لوبغاړو په ټاکلو کې به زمونږ  ټول پام د  لوبغاړو مهارت او د هغوی استعداد پورې تړلی وي.
دا ازموینه به د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې واخیستل شي، چې د نومبر په ۲۸ به پیل او تر ۳ ورځو پورې به دوام ومومي. کله چې د ټاکنې پروسه پای ته ورسیږي ټاکل شوو غړو ته به د کرکټ بورډ تر مشرۍ لاندې کابل او بهر کې تمرینونه او زده کړې ورکول کیږي.
حمید حسن زیاته کړه، (مونږ باور لرو چې ددغه کمپ په لاره اچولو سره به  ددغه لوبغاړو څخه داسې لوبغاړي وځلیږي، چې یوه ورځ به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره ښې لاسته راوړنې او ویاړنې ولري. د ټولو لوبغاړو لپاره د ښه چانس او بریا په هیله).
د کرکټ لوبه په افغانستان کې ترټولو ډیره چټکه  لوبه ده، چې په ډیر لږ مهال کې د پرمختګ ډیرو لوړو پوړیو ته ورسیدله. د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو لاسته راوړنو په ترڅ کې ډیر پرمختګ کړی دی. او اوس کرکت په افغانستان یوه وتلي لوبه پیژندل کیږي او په ټول افغانستان کې په میلونونه مینه وال لري.  د یادونې وړ دی، چې اتصالات تیر کال هم دې ته ورته یو کمپ په جلال اباد کې په لاره اچول وو. چې  د سلګونو ځوانو کرکټ لوبغاړو او د خلکو لخوا ورته ښه راغلاست وویل شو او د کرکټ په ډګر کې یې یو غوره ګام وباله. د افغانستان اتصالات د تیرو څو کلونو راهیسې د کرکټ رسمي تمویلوونکی دی. اتصالات په افغانستان کې د ټولنیزو مسوولیتونو د یوې برخې په توګه د لوبو پیاوړتیا ته ژمن دی.
د افغانستان اتصالات په اړه:-  د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې په دوبۍ کې موقعیت لري او په نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه دی.اتصالات لومړۍ مخابراتي شبکه ده چې په افغانستان کې یې 3.75G خدمتونه په لاره واچول او د لوبو له لارې غواړي چې په افغانستان کې د خلکو ژوند ته پرمختګ ورکړي. د اتصالاتو شرکت د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې رسمي تمویلوونکی دی. اتصالات افغانانو سره مرستې ته ژمن دی او تردې دمه یې په بیلا بیلو برخو کې لکه پوهنه، روغتیا، لوبې او ټولنیزو چارو په ترسره کولو له افغانانو سره د زړه له کومې مرستې کړیدي او د اتصالات شرکت همدارنګه د افغانستان د ملي لوبې وزلوبې تمویلوونکی هم دی.
د لاډیرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړﺉ: www.etisalat.af او www.facebook.com/etisalatAfg څخه لیدنه وکړﺉ.

پای