د پوهنې وزارت د خواشینۍ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52371
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او خپرونو ریاست
دخبریدو نیټه : 2012-12-02


۱۳۹۱ د لیندۍ ۱۲ مه

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې تېره ورځ غرمه مهال د تڼیو ولسوالۍ د تاکل لومړني ښوونځي استاد اسلام خان چې له ښوونځي څخه کور ته پر لاره و، د نامالومو وسله والو کسانو لخوا په شهادت ورسېد.
                                                                           انا لله و انا الیه راجعون
د پوهنې وزارت په داسې حال کې چې د مرحوم استاد اسلام خان کورنۍ او خپلوانو ته د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي، د ښوونکو او زده کوونکو پر ځان او مال دا ډول غیر اسلامي او غیر انساني بریدونه په کلکو ټکو غندي، خدای بښلي ته د فردوس جنت، درنې کورنۍ او پاتې کسانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوي.

د پوهنې وزارت له ټولو هیوادوالو او امنیتي ارګانونو څخه په ټینګه غواړي، چې د زده کوونکو، ښوونکو او د معارف د حریم په ساتلو کې د تل په شان زموږ مرسته وکړي.

په درناوي