د عوت ۱۷۸ - ۱۸۰ ګڼه له چاپه راووته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5239

دخبریدو نیټه : 2006-01-18

د عوت ۱۷۸ - ۱۸۰ ګڼه له چاپه راووته
د دعوت پرله پسې ۱۷۸ - ۱۸۰ ګڼه کې چې په دې وروستیو کې له چاپه راووتې چې د سریزې په څنګ کې دا مطالب پکې خپاره شوی دی:
• افغانستان ته د بیرته لیږلو پر ضد د ناروې په اوسلو کې د افغانانو لاریون.
• د بن لادن لټون د پښتنو پر خاوره (دوهمه برخه).
• جنرال های بګیل اردوی شاهي افغانستان.
• د سیاست د سیالۍ په ډګر کې د بدیل په حیث تبارز.
• د افغان روڼ اندو اساسي دندې (دوهمه برخه)
• پاکسازی زبان دری از اصطلاحات پشتو!
• په سویډن کې د دوستۍ کلتوري ټولنې خبرتیا
• آیا اسلام په رښتیا تروریزم تشویقوی؟
• استعمال نام (افغانستان) جرم است
• په هوتکي پلازمینه اصفهان کې د هوتکې دورې دوه ډبرلیکونه او څه نورې تاریخي نښې
• په پارلمان کې د وکیل دندې
• او هغه نومیالی لیکوال چې ویل به یې: په کور کې په ګلکارۍ کې او په پوهنڅي کې په ګرامر کې نښتی یم، هم له نړۍ وکوچید.
• پاکستان از افغانستان چه میخواهد؟ برسمیت شناختن خط دیورند، یا مستعمره ساختن افغانستان؟
• رښتیا ، حق او عدالت د وسیلې په توګه
• ولسمشر کرزی ته سرخلاصی لیک
• د وریښمو کاروان
• احمد ظاهر د اواز د بیسارې کنعاني ښکلا په ګرمانه د غبرګو (درغلی زلیخاوو) د هوسونو په زندان کې د مرګ کومی ته وسپارل شو.
• مینه
• یاهو ډاټ کم Yahoo.com
• Dulce Bellum Inexpertis by Bruce G. Richardson
• Tvangsendes hjem (Norwegian)
• 600 afghanere demontrerte mot tilbakesending (Norwagian)
او نور ډیر په زړه پورې مطالب
د دې ګڼې سریزه په دې ډول ده:

سرليکنه
خــپـلواکـي

کړکیښونه تل د ولسونو د بدو او ښو ورځو نه خبرې کوی، زموږ هیواد هم د تاریخ په اوږدو کې ښې او بدې ورځې درلودلی دی او لری یې او راتلونکې به یې هم د همداسو ورځو درلودونکې وي.
څه کم یوه پیړۍ مخکې انګریزی ښکیلاک زموږ هیواد په مستقیم او غیرمستقیم ډول د خپل کنترول لاندې ساته چې غازی امان الله خان د انګریزانو دغه ډول کنترول ته د پای ټکی کیښود. مدبر افغان ټولواک حضرت امان الله خان غازی د افغانستان د معاصر تاریخ هغه ستوری دی چې په اسمان او ځمکه دواړو یې د افغانانو او د ګران هیواد د خپلواکۍ ستوری وځلول او په سیمه کې یې د لومړی ځل له پاره د محکومو او د اشغال لاندې ولسونو ته وښوده چې د غلامۍ او د پردیو د بیرغونو نه ازاد هم اوسیدل شونې دي.
دغه مدبر مشر د خپلواکۍ په څنګ د افغان میړنی ولس د زر هوساینې او پرمختګ له پاره داسې هڅې او کوښښونه پیل کړل چې د هره پلوه افغانان په خپلو پښو ودریږی او په خپل پرمختګ، علم او پوهې سره وکولی شی هغه خپلواکی چې د انګریزی استعمارګرو نه وړیا لاس نه ته ده راغلې د علم، بوهې، پرمختګ او یووالی په برکت د تل له پاره وساتل شي.
هوښیار دښمن چې په پوځی ډګر کې یې د شرمه ډکه ماته په برخه شوې وه په دې هڅه کې وو چې پّه څه ډول وکولی شي د افغانانو نه خپل بدل واخلی او پرینږدی چې افغان مسلمان ولس په خپلو پښو ودریږی نو همدا و چې د وخت پّه انتظار او د غلامانو په روزلو بوخت و تر څو وکولای شي په خپل وخت مناسب ګوزار وکړی نو هماغه و چې د افغانستان نوی خپلواک هیواد ته یې په مختلفو پلمو د ستونزو د پیداکولو او غازی امان خان الله د حکومت د نسکورول له پاره د لستوڼو د مارانو نه کار واخیست او په لږه موده کې یې نوموړی مدبر مشر حکومت د منځه یوړ، او د غلو یوه ډلګۍ یې په افغانستان حاکمه او د پرمختګ دروازې یې پرې وتړلې.
اوس هم افغان ولس پوره ۸۴ کاله وروسته د یو بل ستر ازمون سره مخ دی زموږ په ګران هیواد د پردیو په زرګونه عسکر ځای پر ځای شوی دی په داسې حال چې نه داسی ملی زعیم شته چې په پوره پوهې او بصیرت سره افغان ولس د دې ستر طوفان نه په سوله ایزه توګه وباسی او افغان ولس هغه لوری ته رهنمایی کړی په کوم چې د افغانانو عزت، خپلواکی او ملي ګټې پرتې دي.
ازادی هغه بختور نعمت دی چې افغان ولس یې د بېسارو قربانیو سره تل مستحق و او دی خو دا کړیدلی ولس هیڅکله د دې نعمت نه په رښتیني توګه برخمن شوی نه دی او نه یې ترینه ګټه اخیستې ده.
راځۍ چې په دې فکر وکړو چې څرنګه افغانستان د دې ستر طوفان نه په پوره پوهې، سیاسي بصیرت، او یووالی سره وباسو او د افغانستان عزت، ناموس، خپلواکي او ملی یووالی خوندی کړو؟.
د افغان سرلوړی ولس د تلپاتې خپلواکۍ او خپلواک اوسیدو په هیله