دمسجد پرديوال ، فرش وغيره باندي تيمم کول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52627
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-12-22


فتوي نمبر(۶۶۲):

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي: نسیم /خوست/افغانستان.
 
جليل القدره استاذ محترم مولوي صاحب السلام عليکم .......
غواړو چي په خپل نوبت ستاسو له درانه حضور ته خپله پوښتنه وړاندي کړو..
که يوسړي په مسجد کښي وي اودضرورت له وجي دمسجد پرديوالو باندي  تيمم وکړي نو داتيمم څنګه دئ....؟

الجواب ومنه الصواب:

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره!دمسجد پرديواله يافرش باندي تيمم کول مکروه دي ،  ولي چي دتيمم په صورت کښي دخاوره دبې اودسې لیري کونکې ده ، او دمسجدهر شي که خاوره وي که بل شي واجب التعظيم دئ  په هغه سره دبې اودسې لری  کول دهغه بې ادبي ده .
خو کچيري ضرورت وي نوبيادي دمسجد خاوره راټوله اوپه يوه کنج کي دي واچول سي اوبيا دي تیمم په وکړ سي.
ويکره مسح الرجل من طين والردغة باسطوانة المسجد اوبحائطه ، وان مسح بتراب في المسجد ان کان ذالک التراب مجموعافي ناحية غيرمنبسط لابأس به وان کان منبسطا  مفروشا يکره لانه بمنزلة ارض المسجد.....الهندية فصل في المسجد/ج۱/ص۶۵)

والسلام ومن الله التوفيق.