د پښتو ادبي انجمن اتيايمه کليزه!!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52672
خلیل الله سروری
دخبریدو نیټه : 2012-12-25

علامه رشاد اکاډيمي او د کندهار داطلاعاتو او کلتور رياست  غواړي، چي د مرغومي پر ١٤مه نېټه  (دپنجشنبې ورځ) چي د(٢٠١٣م.) کال د جنوري د درېيمي نېټې سره سمون لري، په کندهار کي، د پښتو ادبي انجمن اتيايمه کليزه ولمانځي.
 
پښتو ادبي انجمن اتيا کاله وړاندي، د (١٣١١ هـ .ش.) کال د ليندۍ د مياشتي پر ٩ نېټه، د هغه وخت د نايب الحکومه  ارواښاد وزير محمد ګل خان مومند په هڅونه او د هغه مهال د نومياليو اديبانو، ليکوالانو او فرهنگپالو په زيار او تلاش جوړ سو .  چي سږ کال ئې اتيا کاله پوره کېږي.

د ټولو فرهنگپالو، ليکوالو او ادبي ټولنو څخه هيله کېږي، چي د دې انجمن په اړه  خپلي ليکني، نوي معلومات،کميابه آثار، انځورونه او  نيکي مشورې، د مرغومي دمياشتي تر ١٢ نېټې پوري پر لاندي پتو راولېږي .
برېښناليک : khalilsarwari2005@yahoo.com
د تليفون شمېرې : ٠٧٠٠٤٦١٦٤٥ – ٠٧٠٣٢٣٢٣٩٨- ٠٧٠٠٣٢٦٠١١