فوټبال: کندهار فرا ته په دوو ګولونو ماتي ورکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52681
پښتنه اميد
دخبریدو نیټه : 2012-12-26

په کندهار کې د پيل سويو ولايتي سياليو په لړ کې کندهار فرا ته ماتي ورکړه .

لوبه د دواړو ولايتونو د لوبډلو تر منځ نن په احمدشاهي لوبغالي کې وسوه .

فراه هيڅ ګول ونه کړ او دکندهار د اتفاق لوبډلې لوبغاړې محمدقاسم دوه ګوله وکړه.

دا سيالۍ تېره ورځ د هيواد د اتو ولايتونو تر منځ پيل سوي دي ، تېره ورځ کندهار او هلمند لوبي مساوي کړي وي او د پنجشنبې په ورځ کندز د چمن ښارګوټي سره لوبيږي .