دلمرپه تودو سويو اوبو اودس کول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52714
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-12-29


فتوي نمبر(۶۶۴):

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي  : ميمن/لاهور/پاکستان.
مفتي صاحب السلام عليکم ...
په ګرمو اوبو که په اور ګرمی سوی وی اوکه په لمر اودس کول څنګه دئ ، يعني صحيح دئ اوکه څنګه....؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
کومي اوبه چي پاکي په هغو اوبو اودس صحيح عام له دې که هغه اوبه يخي وي اوکه په اورګرمي سوي وي .
اوکومي اوبه چي په لمر ګرمي سوي وي نوپه هغو اوبو سره اودس مکروه دئ ،  ولي چي دطبي لحاظه په لمرګرمي سوي اوبه دبدن لپاره مضر اوتاوان رسونکي دي ، ځکه چي ددوۍ له استعمال څخه دپيس مرض پیداکیږی،.

أخرج البيهقي في السنن الكبرى(12 ):عن الشَّافِعِىُّ أَخْبَرَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ مُحَمَّدٍ أَخْبَرَنِى صَدَقَةُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ عَنْ أَبِى الزُّبَيْرِ عَنْ جَابِرٍ : أَنَّ عُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ كَانَ يَكْرَهُ الاِغْتِسَالَ بِالْمَاءِ الْمُشَّمَسِ ، وَقَالَ : إِنَّهُ يُورِثُ الْبَرَصَ..
,والسلام ومن الله التوفيق