فوټبال: هلمند د بغلان سره لوبه مساوي كړه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52741
پښتنه اميد
دخبریدو نیټه : 2012-12-31

په كندهار كې د فوټبال د ورزشي سياليو په لړ كې نن ګاونډى ولايت هلمند او شمالي ولايت بغلان سر په سر سوه .
دا لوبي چې يوه اونۍ مخكې پيل سوي دي د هيواد  د نورو  اوو ولايتونو تر څنګ د كندهار دوو لوبډلو هم ګډون كړى دى
تېره ورځ د كندهار اتفاق لوبډلې  د څلورو ګولونو په وهلو سره كندز  ته شرموونكي ماتي وركړي  . 
ننى لوبه هلمند د بغلان سره وكړه چې يو په يو په مساوي ډول پاى ته ورسيده .
په دې سياليو كې تر دې مهاله د كندهار اتفاق لوبډله تر ټولو ډيري نمرې او ښه مقام لري .
سبا فرا د غزني سره لوبيږي .
په تېرو لوبو كې غزني د كندز سره لوبه مساوي كړې وه او فرا د د كندهار د اتفاق لوبډلې څخه ماتي خوړلې وه .