دمسجدامام په کوم وخت کښي جوابېدائ سي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52790

دخبریدو نیټه : 2013-01-07


فتوي نمبر(۶۶۹):

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي  : جنيد له چین څخه.
محترم مفتي صاحب که يوڅوک ديومسجدامام وي ، اوخلګ غواړي چي دَيْ جواب کړي نوايآ په کوم صورت کښي دي جوابه ولائ سي اوپه کوم صورته کي نسي جوابه ولائ؟...

الجواب ومنه الصواب:


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
کوم څوک چي دمسجدامام وي اولايق دامامت هم وي ، نو که له ده څخه خيانت ، فسق ،فساد،ګناه وغیره ښکاره سول نو بيا دمسجدخلګ کولائ سي چي جواب ورکړي ، اوکه داشیان نه سوه ورڅخه ښکاره نوبياجواب ورکول صحت نلري.
اوکه دمسجداوکلي خلګوله ده څخه کرکه کوله نو کچیري  داکار له شرعي وجي وو  ، نو بيا له امامته ليري کېدلائ سي ، اوکه له شرعي وجي نه وو نو بيا هم جواب نسي ورکېدلائ. ځکه چي فاسق اوبدخلګ همیشه له عالم څخه کرکه کوي ،دلیل،
رجل ام قوم وهم له کارهون فان کان الکراهة لفسادفيه اولأنهم احق بالامامة منهم کره له ذالک وان کان هو احق بالامامة لايکره لان الجاهل والفاسق یکره العالم والصالح.
ردالمحتارج۳/ص۴۲۳: مطلب : لايصح عزل صاحب وظيفة بلاجنحة وعدم اهلية..

والسلام ومن الله التوفيق.