له راديوڅخه دسجدهءتلاوت اورېدل:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52791

دخبریدو نیټه : 2013-01-07


فتوي نمبر(۶۷۰):

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي  محمدکبير/تاجکستان.

محترم مفتي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
که يوڅوک له راديو څخه دسجده آيت واوري نو ايا سجده واجب ده اوکه يا؟.

الجواب ومنه الصواب:


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
پوه سه ! چي دسجدې دآيت اورېدل ځينو علماوو داسي بللئ دئ لکه له مرغه څخه چي سړي آيت دسجدې واوري ، اوچا داسي بللئ دئ لکه دبازګښت اواز ، مثلا يوسړي داسي ځائ آيت دسجدې ووايي چي هغه ډېره ازانګه کوي نو ددغي ازانګې له لاري بل څوک دغه آيت دسجدې واوري ، په دغو دواړو صورتوکښي پراورېدونکي باندي سجده دتلاوت نه لازميږي .
نولهذا که له راديو څخه څوک آيت دسجدې واوري نوسجده دتلاوت نه باندي لازميږي.
ددغو دوو مقيس عليهمامسئلودليل دادئ.
«ولاتجب اذا سمعها من طير،هوالمختار وان سمعها من الصدي لاتجب عليه .الفتاوی الهندية/ج۱/ص۱۳۲.
اوځينوعلماوو ويلي دي چي که داحتياط له وجي سجده دتلاوت وکړه سي نوډېرښه کار دئ.
والسلام ومن الله التوفيق.