تنها دجمعې په ورځ روژه نيول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52792

دخبریدو نیټه : 2013-01-10


فتوي نمبر(۶۷۱):

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي  :محمدنسيم /کابل.

محترم مولوي صاحب ! زماپوښتنه داده چي صرف دجمعې په ورځ په حنفي مذهب کښي څه حکم لري .
له ځينو احاديثو څخه خوداسي معلوميږي چي يوازي دجمعې په ورځ روژه نيول مکروه ده...

الجواب ومنه الصواب:


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

په حنفي فقه  کښي تنها دجمعې روژه نيول په راجح قول مکروه کار نه دئ ، البته کوم حديثونه چي په منع کښي ددغي روژې راغلي دي ، نو علماوو دهغو په باره کښي داويلي دي چي يوخو دغه حديثونه ضعیف دي ، اوبل محمول دي پرهغه صورت باندي چي دروژې دنيولو په وجه له سړي څخه دجمعې په لمانځه کښي  تغير راځي .
ردالمحتار /ج۲/ص۹۱. الفقه الاسلامي وادلته/ج۲/ص۵۹۲. خلاصة الفتاوي/ج۱/ص۲۶۵.والسلام

والسلام ومن الله التوفيق.