څو ک چي په درې طلاقه سره قسم وکړي:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52793

دخبریدو نیټه : 2013-01-03


فتوي نمبر(۶۶۵):


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي  حسام الدين. هند.
پوښتنه مي اده چي يوسړي له ورور سره په جنجال کښي راغي اوددې په نتېجه کي يې په دروطلاقوسره قسم واخيستئ چي زه به له دغه ورور سره خبري نه کوم،اودغه سړي هيڅ چاره نلري له دې څخه چي له خپل ورور سره خبري وکړي، نواوس به دده دقسم چاره په څه ډول کيږي  .....

الجواب ومنه الصواب:


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
ددغه سړي دقسم دباره حیله داده چي دَي دي يوبائن طلاق وښځي ته ورکړي بيادي ترهغو پوری وګوري خبري دي له ورور سره نه کوي چي ددغي ښځي عده يې تېره سي ،کله چي عده يې تېره سي نوله ورور سره دي خبري وکړي بيادي بيرته له خپلي ښځي سره نکاح وکړي.
واذاحلف بثلاث تطليقات ان لايکلم فلاناالسبيل ان يطلقهاواحدة وبائنةويدعهاحتی تنقضی عدتهاثم يتزوجها،کذافي السراجية ..الخ/الفتاوی العالګیریة/ج۲/ص۳۹۷.
فتاوي سراجية علي هامش قاضي خان/ج۲/۴۶۷.

والسلام ومن الله التوفيق