دګنګی طلاق :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52795

دخبریدو نیټه : 2013-01-03



فتوي نمبر(۶۶۷):


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتيه: صميمه،لندن.

مفتي صاحب يوه نجلئ وکوچني ته په نکاح ورکړه سوه بياکله چي داکوچني رالوئ سو په قسم قسم افتو مبتلا سو ، چي يوله هغو څخه نامردی اوګونګتیاده اوس به ددغسي ښځي له دغه هلک څخه دخلاصېدو لار څنګه وي؛ځکه چي دي ګونګئ دئ ، اوودغه ښځي ته طلاق نسي ورکولائ ؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمي! دغه ګونګئ دي ياپه اشاره سره طلاق ورکړي ، اوکه يې خط زده وي پر کاغذباندي دي طلاق نامه وليکي، خوبې له طلاق ورکولوڅخه دده ددغي ښځي نکاح له بل سړي سره نه صحيح کيږي.
فتاوی دارالعلوم دیوبند/ج۹/ص۸۳.