دليوني طلاق نه واقع کيږي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52796

دخبریدو نیټه : 2013-01-03


فتوي نمبر(۶۶۸):


 

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي:جليل/افغان
دليوني سړي له طرفه دده ولي دده وښځي ته طلاق ورکولائ سي اوکه يا؟؟؟؟

الجواب ومنه الصواب:


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
دلیوني طلاق نه صحیح کيږي ، اودده ولي مثلا ورور وغیره هم طلاق نشي ورکولائ ؛ لقوله عليه السلام :«الطلاق لمن اخذالساق».
خوامام محمد وايي چي که ښځه تفريق غواړي نوقاضی به لیونی ته یوکال په غرض دعلاج مهلت ورکړي ، له دې وروسته که دي ښه نه سونوبه دوۍ سره جلاکړي،او وروسته له جلاکولو دی عده تېره کړي اودوهمه نکاح دي وکړي. ،فتاوی دارالعلوم دیوبند،ج۹،والسلام