په كندهار كې بهرنيو سرتيرو په ترافيكي پېښه كې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړول.
پېښه نن سهار نهه بجې د كندهار ښار د خواجك بابا په سيمه كې هغه وخت رامنځ ته سوه كله چې د بهرنيو سرتيرو د كاروان فوځي موټر د ملكي وګړو زرنج موټر سيكل ووهه .
د كندهار د ترافيكو مدير سمونوال محمدالله خان وايې چې په پېښه كې درې تنه ټپيان سوي دي او يو تن وژل سوى دى چې ټول ځوانان دي .
د محمدالله خان په خبره ، پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه كله چې بهرني فوځي موټر غوښتل له زرنج موټرسيكل څخه مخي ته سي ، د ترافيكو مدير وايې چې په پېښه كې بهرني سرتيري پړه دي .