د نړۍ پرمخ پروت ټول انسانی خلقت ته په عامه توګه او مسلمان ملت ته په خاصه توګه خبر ورکول کیږی،چی د څو لسیزو راپدیخوا د بی چاره او مظلوم افغانستان نه دوه سکه او مورنی ورونه نادرکه شوی،د یادو دوه سکه او مورنی ورونو د نادرکۍ متصل وروسته بی چاره او مظلوم افغانستان لاهم مظلوم او بی چاره شوی،د نړیوالو له سیاله وروسته پاتی شوی،د هرچا د ګواښ او قهر ستر میدان ګرځیدلی،څیرلی ګریوان یی اوس تر لمنی رسیدلی، ورځ تر بلی زیات دردیدلی او کړیدلی.
اوس په دغه بی چاره او مظلوم ولس کی د خپلو سکه او مورنی ورونو د پیداکولو همت راپیداشوی،د هر فر په زړه کی د دغه دوه مورنی ورونو د لیدو یو ستر ارمان پیداشوی،هر فرد د خپل وس په اندازه منډه وهلی خو لاتراوسه په لاس نه دی ورغلی.
نه پوهیږو چی چیرته او له چاسره به وی !!
یاد دوه سکه او مورنی ورونه چی تک سپین کالی یی په تن دی،د مظلومیت او بی چارګی نښی یی له ورایه په تندیوو کی ځلیږی،سترګی یی له اوښکو ډکی او سرګردانه ګرځیږی(( سوله )) او (( یووالی)) نومیږی،که هر چاته په مخه ورغلل او یا یی پیداکړل نو سم دلاسه دی بی چاره،مظلوم،وروسته پاتی،غربت وهلی او ځوریدلی د اسیا زړه خپل اصلی ټاټوبی افغانستان ته راولی.
په درنښت