د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52923
اوښتون کلتوري ټولنه
دخبریدو نیټه : 2013-01-12


په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پکتيا ولايت مشر او هڅاندخبريال محمد ضيا ارمان عمري له دې نړۍ دتل له پاره سترګې پتې کړې..
ارواښاد محمد ضيا ارمان عمري د دډاکتر نجيب الله دواکمنۍ پر مهال دژورنالېږم پوهنځی ويلی وو او له هغې راهيسې ېې دهيواد په بيلابيلو ادارو کې  درسنيو په برخه کې کار کړی دی.
. دنوي دولت په راتګ سره نوموړي په پکتيا کې دپکتيا غږ په نامه يوه راډيو پرانستله او ددې تر څنګ ېې دپکتيا غږ او جګړپه نامه دوه اونيزې هم چلولې ،چې تر اوسه دوام کوي .
ارواښاد ارمان عمري پرون سهار د جمعې په مبارکه ورځ د زړه دټکان له امله ساه ورکړه.
اوښتون راديو،اوښتون کلتوري ټولنه ، پکتيا پريس کلب او دپکتيا ټول فرهنګيان ده ته دلوی الله څخه دمغفرت دوعاکوي او کورنۍ ته ېې دجميل صبر غوښتنه کوي ..
روح يې ښاد او ياد يې تل