پدې توگه تاسې ته خبر درکول کيږي چه د هيواد د نامتو ملي او علمي شخصيت ارواښاد ډاکټر عبدالصمدحامد فاتحه ددوې د کورنۍ لخوا د پنجشنبې په ورځ ، د جنوري دمياشتې په اولسمه (١٧) نيټه د مازيگر له دريو تر پنځو بجو پورې د شمالي کليفورنيا د هيوارد د ښار د حضرت ابوبکر صديق (رض) په جامع جومات کې اخيستل کيږي .
مونږ ددغه ملي ضايعې له امله د ارواښاد ډاکټر حامد کورنۍ او دوستانو ته دجمیل صبر او عظیم اجر هیله کوو ، او دوې ته د لوی خدای له درباره دبخښنې او جنت فردوس غوښتنه کوو . روح دی ښاده وي