له احتلام وروسته بې له غسله جماع کول:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53038
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-01-18


فتوي نمبر(۶۷۲):

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي:دلاورخان /کابل/افغانستان.


محترم مولوي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته..
که يوڅوک په خوب کښي معذوره سي بياچي بیداره سي بیله غسله له خپلي ښځي سره دجنسی نزدیکت شرعاڅه حکم دی؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره! معذور سړي به له مخه ترغسل کولووخپلي ښځي ته نه ورنږدې کيږي.
ددې يوه وجه داده چي بيادجماع په کار کښي شیطان له ده سره مشارکت کوی.
بله وجه يې داده چي له دغي جماع څخه که ولد پيداسي نوهغه معیوب ګرځي  ، په لیونتوب سره ياپه يوبل قسم آفت سره.
[ردالمحتار/ج۱/۱۱۸/ط بيروت].
والسلام ومن الله التوفيق.

غــــــــــــــرض نقشيست کزمايادماند.... که هستي رانمي بينم بقائي
مګرصــــــــــاحبدلي روزي برحمت ....   کنددرشان درويشان دعائي.(نــــاشر).