که امام سجده سهوه کوي نومسبوق به څه کوي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53039
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-01-18


فتوي نمبر(۶۷۳):

 


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي:نسيم/لاهور/پاکستان.
• قدرمند مفتي صاحب السلام عليکم .. پس له سلامه زما پوښتنه داده چي که يوسړي مسبوق وي ،يورکعت مثلا ورڅخه تېرسوئ وي ، اوپرامام باندي سجده سهوه لازمه سوې وي ، نو بياچي کله امام سجده سهوه کوي اوله مخه ترسجده سهوي سلام ګرځوي ، نودغه سړي به له امام سره سلا م ګرځوي اوسجده سهوبه کوی اوکه
څنګه؟

الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمه! ومسبوق ته له امام سره سلام ګرځول نه دئ روا ، سلام به نه ګرځوي اوسجده سهوه به کوي.اوکه يې چيري په قصدسره سلام وګرځاوه له امام سره ، نو بيا يې لمونځ باطل سو ، البته که يې په خطا سره وګرځوئ نو پروانلري .
[بحرالرائق/ج۲/ص۱۰۰،ردالمحتار/ج۱/ص۴۹۹].
والسلام ومن الله التوفيق.
الهي لست للفردوس اهلا....ولااقوي علی النار الجحيم
فهب لي توبة واغفرذنوبي ..... فانک غافرالذنب العظيم.