په قيامه کښي ددوو پښو ترمنځ فاصله:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53041
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2013-01-19


فتوي نمبر(۶۷۵)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي:جلیل....کنړ/افغانستان.
دبېنواومحترمو کارکونکو او ومحترم مفتي صاحب (حفظه الله تعالی) ته دزړه له کومي نبوي تحفه وړاندي کوم .السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ----
پس له سلامه زماپوښتنه داده چي پرلمانځه چي څوک ودريږي نودده دوو پښو په منځ کښي بايد څومره فاصله وي .... ستاسو دجواب په انتظار.........

 الجواب ومنه الصواب:


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه ! زموږ دامام اعظم (رحمه الله تعالي) په مذهب کښي په دې ارتباط حکم دادئ چي دلمونځ کونکي دپښو په منځ کښي په حال دولاړي کښي څلور ګوتــــــي اندازه بايد وي ؛ ځکه چي پردغه ډول درېدل وخشوع ته نيږدې دئ.
[ردالمحتار/ج۱،ص۲۹۹].