په ميدان ښار کې سلګونه کيلو چاوېدونکي توکي ونيول شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53117
اداره
دخبریدو نیټه : 2013-01-23

امنيتي چارواکو، د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې، د سلګونه کيلوګرامه چاودېدونکو توکو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړ.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې پلې لېوا وياند ډګروال احمد جان مخلص خبريالانو ته وويل، چې تېره ورځ پوليسو، ملي اردو او د ملي امنيت ځواکونو، د ميدان وردګو ولايت د ميدان ښار په "چهاربرجه" کلي کې يو لړ ګډ عمليات کړي دي.
د ده په وينا، په دغو عملياتو کې درې سوه کيلوګرامه چرس او پېنځه سوه کيلوګرامه باروت، د هاوان له دوو مرميو سره يو ځای کشف او ترلاسه شوي دي.
نوموړي دغه راز د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ په غولي کلي کې د ٢٥ بوشکو چاودېدونکو توکو د کشف او شنډولو خبر هم ورکړ.
ده زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی