د هيواد د وتلي مورخ، ژورناليست او شنونکي ارواښاد غلام محمد زرملوال د جنازې مراسم د پنجشنبې په ورځ د کابل په عيدګاه مسجد کې تر سره کېږي.
د هيواد ليکوالانو، ژورناليستانو، فرهنګيانو او په پلازمېنه کې د لويې پکتيا قومي مخورو تصميم نيولی چې د ارواښاد د جنازې مراسم سبا پنجشنه په يوه نيمه بجه په کابل عيدګاه جومات کې تر سره شي.
ټولو دوستانو ته خبر ورکول کېږي چې د ارواښاد د جنازې مراسمو ته په ټاکلي وخت د عيدګاه مسجد ته حاضر شي.
ارواښاد زرملوال چې د تېرې شنبې په شپه په لندن کې له دې فاني دنيا سره مخه ښه وکړه او د هيواد په تاريخ کې يو بل ستوری هم د افغانانو له سره کم شو، وير يې د هيواد او نړۍ په څنډه، څنډه کې افغانانو ته دردونکی و.
په ګور يې نور، اروا يې ښاده!