مولوي محمد نصير الدين اخندزاده رحمه الله په حق ورسېد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53162
دکتور نقیب احمد
دخبریدو نیټه : 2013-01-27

    ستر دیني عالم او مدرس استاد مولوي محمد نصير الدين اخندزاده رحمه الله په حق ورسېد

 

دهیواد پیاوړی ستر دیني عالم او مدرس استاد مولوي محمد نصير الدين اخندزاده چې په نصیر اخندزاده سره یې شهرت درلود د مولوي صاحب احمد جان اخندزاده رحمه الله زوی او د ملا عبد الوهاب اخندزاده رحمه الله لمسی وو، په ۱۳۱۳ هجري لمریز کال کې د وردگو ولایت د چک ولسوالی د خلیلي په کلي کې په یوه عالمه دینداره او درنه کورنۍ کې دنیا ته سترگې وغړولې.

نصیر اخندزاده صاحب لا ماشوم وو چې د مور له ستر نعمت څخه محروم شو، لومړنی او منځنی زده کړې یې له خپل والد مولوي صاحب احمد جان رحمه الله او خپل تره مولوی صاحب غلام جیلاني رحمه الله څخه پیل او سر ته ورسولې.

نصیر اخندزاده صاحب د علم د تحصیل لپاره د خپلې دیندارې کورنۍ له غیږې څخه د میدان د نرخ سیمې ته وخوځید او له څه مودې زده کړو وروسته هم په جلریز کې د جلرېز په اخندزاده صاحب مولوی سید احمد رحمه الله باندې دیره شو، د هغوی تر څنگ یې د پنځو کلونو په موده کې گڼ شمیر علوم او مروجه فنون حاصل کړل او هم یې په تدریس کې برخه واخسته، له جلرېز څخه هم د احادیثو د دورې لپاره د تگاب ولسوالی ته ولاړ او هلته د میاگل جان صاحب رحمه الله په دیني مدرسه کې شامل شو او په یاده مدرسه کې یې د گڼو دیني عالمانو تر څنگ د مولوي عبدالمنان رحمه الله څخه چې په پنجشیر مولوي صاحب سره مشهور وو دیني زده کړې او علوم تر لاسه کړل.

نصیر اخندزاده صاحب په (۱۳۴۰) هجري لمریز کال کې د میاگل جان صاحب رحمه الله له دیني مدرسې څخه په بري د فراغت سند تر لاسه کړ او خپل پلرني کلي خلیلي ته راستون شو او د خپلې کورنی او مشرانو په نقش قدم سره یې د خپل وولس دیني او تعلیمي چوپړ ته ملا وتړله. نصیر اخندزاده صاحب ته په خپل کلي کې د دیني عالمانو له خوا د یوې لویې درنې غونډې او مراسمو په ترځ کې د دیني زده کړو د شرف پگړی وروتړل شوه او په ټوله سیمه کې یې د یوه جید او متبحر عالم په توگه شهرت وموند.

نصیر اخندزاده صاحب له خپل فراغت څخه وروسته لومړی د وردگو د سیداباد ولسوالی په شاترو کې د امامت تر څنگ د دیني علومو تدریس پیل کړ او ورپسې یې د چک ولسوالی گڼې سیمې د خپل تدریسي چوکاټ تر سیوري لاندې راوستې او په دې موده کې یې گڼ شمېر مروج دیني علوم او فنون دیني طالبانو ته تدریس کړل.

نصیر اخندزاده صاحب په یاده ټوله موده کې د کال دوولس میاشتو هره ورځ په دیني تدریس او مطالعې باندې بوخت وو چې د اوړي په اوږدو ورځو کې به یې د ورځني معمول په توگه شل تدریسي لړۍ پر مخ بیولې چې کیدای شي د هغوی د یوې ورځې تدریسي مواد به د نن وخت په تعلیمي مراکزو کې یو استاد د یوې اوونۍ په اوږدو کې هم تدریس نشي کړای.

نصیر اخندزاده صاحب په یاده موده کې گڼ شمیر دیني عالمان ټولنې ته وړاندې کړل او دا لړۍ یې په خورا مثمره توگه جاري وساتله تر هغو چې د ثور د کرغیړنو کودتاچیانو په مټ وحشي روسانو گران هیواد اشغال او له مسلمانو افغانانو څخه یې د ارام ژوند واخیست.

پدې وخت کې نصیر اخندزاده صاحب ته خبر ورسید چې د اوباشو کمونستو خلقیانو تر تعقیب لاندې دی او د هغوی د توقیف او نیولو فیصله یې کړې ده خو نصیر اخندزاده صاحب بیا هم د یو لړ امنیتي تدابیرو او احتیاط سره مل خپلې تدریسي لړۍ په سیمه کې د پخوا په شان هماغسې جاري وساتلې تر دې چې د همدې کال په وروستیو کې گڼ شمیر په وسلو سمبالو اوباشو او مجرمو کورنیو کمونستانو د دوی د نیولو په موخه د دوی د هستوگنې کلا په داسې حال کې محاصره او کور ته ور ننوتل چې دوی په کور کې د ننه تشریف درلود، خو الله تعالی په خپل فضل او کرم سره نصیر اخندزاده صاحب ته په ډېره عجيبه توگه نجات ورکړ او له کوره په وتلو باندې کامیاب او په تعقیب یې هم په پټه او سري توگه له سیمې څخه گاونډي پاکستان ته په هجرت کولو سره مجبور کړل شو.

نصیر اخندزاده صاحب د هجرت په لومړنیو تر ټولو سختو کلونو کې بیا هم ارام ونکړ او د دین په خدمت کې یې خپل تدریس ته ادامه ورکړه.

نصیر اخندزاده صاحب ته د هجرت او جهاد په کلونو کې د تدریس تر څنگ گڼې دندې وسپارل شوې چې له هغو جملې څخه په پخواني حزب اسلامي کې د علمي کدرونو د مشرتابه او وروسته هم په یاد تنظیم کې د قضایي چارو د رییس په توگه پاتې کیدل د یادولو وړ مثالونه دي.

نصیر اخندزاده صاحب يو جيد عالم وو، د جهاد او هجرت ترڅنگ ېی د تعليم او تدريس سلسله جاري ساتلې وه. د هجرت په محيط کې يی د عبد الله بن عباس په مدرسه او عربي معهد المعهد الشرعي العالي للمعلمين کې د يوه ښه او پياوړي استاد په صفت دندې ترسره کړې دي.

همدارنگه د هجرت په کلي نصرت مینې پنډغالي کې چې کله د جامعة الامام محمد بن الحسن الشيباني په نامه مشهور پوهنتون تأسيس شو، ریاست یې د گڼو معتبرو مضامینو د تدریس تر څنگ د نصیر اخندزاده په غاړه وو.

د دوی د ریاست په دوران کې نوموړی پوهنتون د الشریعه او اصول الدین د پوهنځی په نوم له یو بل پوهنتون سره یو ځای کړل شو چې د یاد پوهنځي ریاست هم نصیر اخندزاده ته وسپارل شو.

نصیر اخندزاده صاحب په جامعة الامام محمد بن الحسن الشيباني او کلية الشريعة وأصول الدين کې يوازې رئيس او مشر نه بلکه يو ښه او متميز استاذ هم وو. د صحيح البخاري او سنن ابي داود په شمول يې گڼ شمیر مضامين او کتابونه تدريس کړي دي.

نصیر اخندزاده صاحب چې د څوکلونو راهیسې په خپل کور کې بیمار او بستري وو بالآخره د (۱۴۳۴) هجري قمري کال د ربيع الاول د مياشتې په دولسمه نېټه چه د (۱۳۹۱) هجري شمسي کال د دلوې د میاشتې څلورمې نیټې، او د (۲۰۱۳) ميلادي کال د جنوری د مياشتې د څلورويشتمې نیټې سره سمون خوري د ۷۸ کالو په عمر په پیښور ښار کې له دې فاني نړی څخه د تل لپاره سترگې پټې کړې، إنا لله وإنا إليه راجعون.

د نصیر اخندزاده صاحب رحمه الله د جنازې لمونځ د پیښور ښار ته څیرمه د نصرت مینې د پنډغالي په جامع جومات کې ادا او د مهاجرینو او شهیدانو په لویه هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

نصیر اخندزاده صاحب رحمه الله ته الله جل جلاله د ښه علم، تقوی او اسلامي فکر ترڅنگ ډېر عالي اخلاق ورپه برخه کړي وو.

نصیر اخندزاده صاحب رحمه الله همیشه له هر ډول ژبنیز، سمتي، حزبي، او مذهبي اختلافاتو، تبعیض او سیاسي تنظیم او شخص پالنې څخه لیرې او منزه پاتې شوی وو او له خپلمنځي اختلافاتو څخه یې همیشه کرکه درلوده او دا کوښښ يی کاوه چه د مسلمانانو ترمنځ اتفاق، اتحاد او يووالی خوندي وساتل شي.

د صلیبي وحشي اشغال له پیل سره جوخت د ځینو پاشلو سیاسي تنظیمونو له خوا نصیر اخندزاده صاحب رحمه الله ته څو څو ځله بلنه ورکړل شوه تر څو له دوی سره د دوی په سیاسي مبارزو کې فعالیت وکړي ولې نصیر اخندزاده صاحب رحمه الله د دوی تر تنظیمي چوکاټ او جنډې لاندې د فعالیت کولو معذرت وغوښت او تر څنگ یې په روان سپېڅلي افغان شموله ملي اسلامي مقاومت کې په مستقیمه او غیر مستقیمه توگه فعاله ونډه درلوده.

الله جل جلاله دې نصیر اخندزاده صاحب رحمه الله ته په جنت الفردوس الاعلی کې لوړ درجات ورپه برخه او د دوی قبر دې د جنت له روضو څخه يوه روضه وگرځوي، آمين یا رب العلمین

الله جل جلاله دې د نصیر اخندزاده صاحب رحمه الله درنې کورنی او ټولو شاگردانو ته د زړه صبر او زغم ورپه برخه کړي – آمین ثم آمین

روح یې ښاد او یاد یې تلپاته