کور مو ودان : محمد صدیق حامد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53178

دخبریدو نیټه : 2013-01-27

۲۰۱۳ /۰۱ / ۲۴

په ډیرې بخښنې سره چې ستاسو دوستانو د کورودانۍ ویلو یا ستاسو د مننې حق ادا کولو وخت د خپل پلار مرحوم ( ډاکتر صاحب عبالصمد حامد ) دجنازې ، خاورو ته سپارلو او د فاتحیو د اخیستلو له کبله ډیر وخت وروسته په لاس راغی ، هیله لرم پخپله بزرګوارۍ مې وبخښئ . د هغو ټولو دوستانو او خپلوانو څخه چې ما سره یې زما د پلار په جنازه ، دفن کولو او د فاتحیو په اخیستلو او له هغو لیکوالانو چې د خپل قلم اوښکې یې زما د پلار ( ډاکتر عبدالصمد حامد ) په غم یې توئ کړې ، او له هغو ژورنالیستانو څخه چې د مړینې له وخته تر دفن کولو او فاتحې اخیستلو وخت په وخت ملت خبر کړی د زړه له کومي مننه کوم او ټولو ته کورودانۍ وایم . الله ج مو د خپلو غمونو دردونو او کړاونو څخه وساته .

 په درنښت

محمد صدیق ( حامد )

د ډاکتر عبدالصمد د کورنۍ په نمایندګۍ سویس