په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې ډګروال عبدالقدوس خان پرون د شنبه په ورځ د جنوري په ۲۶ مه د سويدن په مالمو ښار کې د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله سترګي له فاني دنيا څخه پټې کړې.
انالله و انا اليه راجعون
ارواښاد ډګروال عبدالقدوس خان د ملي دفاع وزارت د چوکاټ په بيلابيلو پوستونو کې د خپل دين او هيواد په ميړانه ساتنه کړې او د دغه لارې يې د خپل عمر زياته برخه د خپلو خلکو او وطن په چوپړ کې په پوره ايماندارۍ او رښتينولۍ سره تيره کړې وه.
اروښاد عبدالقدوس خان د خپلو خلکو د سوکالۍ،هوساينې او پرمختګ دپاره د افغانستان ملي يووالي ګوند د هیلو او ارمانونو سره سم نه ستړې کيدونکې مبارزې کړي دي. ده د افغانستان د اوسنۍ غميزې څخه د ژغورولو لار د افغانانو په يووالي کې ليدله او په دغه لار کې يې هلې ځلې نه هيريدونکي دي.
د اروښاد عبدالقدوس خان مړينه نه يواځې د ده د کورنۍ او خپلوانو دپاره، بلکې د افغانستان د ملي يووالي ګوند او د او د ټولو ملي هيواد پالو دپاره يوه ستره ضايعه ده.
د افغانستان د ملي يووالي ګوند اروپايي شورا د اروښاد عبدالقدوس د مړينې له کبله خپل د غمرازۍ او تسليت مراتب د ده درنې کورنۍته او د دوئ ټولو خواخوږو او دوستانو ته وړاندې کوي. روح دې ښاد او ياد دې تل وي.
د افغانستان د ملي يووالي ګوند اروپايي شورا