د دعوت پرله پسې ۱۸۱ - ۱۸۲ ګڼه له چاپه راووته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5319

دخبریدو نیټه : 2006-01-24

 د دعوت دا ګڼه چې ملي سرود ته ځانګړې شوې او ټول ۳۶ مخونه لری د سریزې په څنګ کې دا مطالب پکې خپاره شوي دي:
 • ښه حاکم (ارواښاد ګل پاچا الفت )
 • د پښتو ژبې او فرهنګ پیاوړی پوهاند دکتور حبیب الله تړی هم راڅخه جلا شو (پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار)
 • ملی سرود
 • ملي سرود او که له ټکي ټکي سره کښت (خادم خان کوچی)
 • پرابلماتیک ملي سرود (اختر)
 • د ملي سرود په هکله د چارواکو بې تفاوتي (د افغان ملت له خپرونې څخه)
 • نوی ملی سرود باید په پښتو او دري دواړ ژبو وغږول شي او یا دې هېڅ لیکلې بڼه ونه لري (وحیدالله امانی)
 • من با سرود ملی به زبان دری مخالفم میپرسید چرا؟
 • ملی سرود (ډاکټر سبحان هاتفی احمدزی)
 • ملی سرود خو هم یو داستان لري (عبدالباري جهاني)
 • ملي سرود د اپارتاید په توره لومه کې: اوس یې څنګه کوې ضابط صاحب!؟ (کابلی والا)
 • حکومتي ملي سرود (اجمل اټک یوسفزی)
 • ملی سرود ته د غوره شوي وروستي شعر په اړه (عبدالمجید)
 • سرود ملي یا سرود قومي؟
 • د ملي سرود داستان څخه اوس داستان جوړ شو (بابوزی)
 • ملي سرود به ولې داستان نه لري (هلال مومند)
 • د ملي سرود کریږه (رانا خپلواک)
 • د نوي ملي سرود طرحه تر اوسه نه ده منل شوې (پزواک خبری ازانس)
 • سرود ملی یا سرود غیر ملی؟
 • ملي سرود خو هم اشنایی پالنې تر دې حاله راورساوه (شریف باره خیل)
 • ملي ارزښتونو ته سپک کتل کیږی (د ملي سرود د پروسې په اړه نظر) (لاروی)
 • د ملي سرود په اړه په ولس مینو هیوادوالو وړاندیز!!! (وحید افغان)
 • جهاني صاحب ولې دا افتخار نه غواړی؟ (عنایت صافی)
 • نوی ملي سرود (پزواک خبری ازانس)
 • ملي سرود د مقاومت په لومو کې (حبیب الله غمخور)
 • ملی سرود د توطئو په لومه کې (انجنیر ذکریا)
 • نوی ملی سرود زما په اند (ډاکټر دوران فیضان)
 • د ملی سرود په اړه په هالنډ کې د سلام فرهنګي ټولنې غوښتنلیک
 • د ولسي جرګې د څوکیو ویش عدالت غواړی (ش، هوتک)
 انګلیسی مطالب:
 • The Ugly Side of War on Terror by Bruce G. Richardson
 • New governments take over in Norway
 • Foreign policy stay steady
 • Tortur? Ja, Takk (Norwegian)
 • او نور ډیر په زړه پورې مطالب
 www.dawatnet.com
 د دعوت د دې ګڼې د سریزې پر ځای لولو:
 د سرليکنې پر ځای د اخبار له منځ څخه
 
 ملي سرود
 
 ملي سرود د الفاظو يوه مجموعه وي، د كليمو يوه سلسله وي. د جملو يو تركيب وي
 او د نظم يوه ټوټه وي، خو دا بېله ځانګړنه نه ده، بلكې هر نظم او شعر خصوصيت لري.
 له دې كبله د ملي سرود سپېڅلى او د درناوي وړ مقام هغه الفاظ، كليمې، جملې او
 نظم ترلاسه كوي، چې د شكل له مخې يـې الفاظ ښكلي، شمېرلي او د الماسو او لالونو غوندې راڼه او توږلي وي او د مانا له لحاظه د يوه ملت ملي روح په كې خوندي شوى وي. د يوه ملت ملي وياړونه يـې ځلولي وي، د يوه ملت د پرون، نن او سبا د هندارې بڼه ولري او د يوه ملت د اوسېدونكو د پرمختګ او ترقۍ راتلونكې موخه په نښه كړي.
 همدا سبب دى چې ملتونه او ملي حكومتونه د ملي سرود د رامنځته كولو لپاره د خپل هېواد لوى، لوى شاعران مسابقې ته رابولي، ټول د خپل، خپل فكر له مخې شعرونه جوړوي. مسئول مقام ته يـې سپاري او بيا يو جګپوړى هياْت ورته ټاكي چې هم يـې له ادابي او فكري او هم يـې له ملي اړخه ارزيابي كوي او په نتيجه كې هغه شعري ټوټه د ملي سرود لوړ او سپېڅلى مقام ترلاسه كوي، چې د شكل او محتوى له نظره په تول برابره او د يوه ملت د خصلت او جوهر ښكارندويه او څرګندويه وي. د شكل له نظره په لنډيز او د مانا له نظره په وجيزتوب ولاړه وي.
 د ملي سرود بل شرط دا هم دى چې هغه به د اړوند هېواد په ملي او د اكثريت په ژبه ويل شوى او پېيل شوى وي او دا د ملي ژبې د يو شمېر نورو حقونو په څنـګ چې يو منل شوى او نړيوال حق دى. چې د امتياز او تفوق طلبۍ هېڅ تور نه پرې نښلي.
 د منل شوي ملي سرود بله مرحله هغه ته د يوه موزون او پاخه كمپوز جوړولو مرحله ده، چې دا هم يا د مسابقې له لارې او يا هم د موسيقۍ د يوه پاخه استاد په وسيله جوړېږي او په درېيمه مرحله كې د هغه د ويلو لپاره د خوږغږو هنرمندانو يوه ډله ټاكل كېږي، چې په خاص شور، ځوږ، احساساتو او پرتم يـې ووايي.
 ددې مرحلو ترسره كېدو وروسته ملي سرود په ملت او ټولنه كې خپل سپېڅلى او لوړ مقام ترلاسه كوي؛ د رسمي غونډو، مېلمستياوو او مجلسونو په پرانيستلو كې اورول كېږي؛ د عسكري قطعو، ښوونځيو، پوهنتونونو او نورو تعليمي او اساسي مركزونو درسي ورځې او محفلونه پرې پيلېږي. د ملي راډيو ټلوېزيون خپرونې پرې پيل او پايته رسېږي او په ټولو ملي او رسمي مراسمو كې يـې سپېڅلى غږ پورته كېږي او د داسې درناوي مقام ته رسېږي، چې له اميره تر فقيره، له ولسمشره تر مزدوره ټول مجبور او مكلف دي، چې د ملي سرود د غږېدلو پر وخت له ځايه ولاړ شي او احترام يـې وكړي.
 د ملي سرود نوم دا ټول خصوصيات او ځانګړنې لري او كه دا ملي روحيه په كې ساتل شوې نه وي، نو بيا نه د ملي سرود مقام ترلاسه كولاى شي او نه درناوي او احترام.